تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت پام وړ لوېدلی
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
له تېرې کابو یوې اونۍ راهیسې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت پام وړ رالوېدلی. د کابل شهزاده سرای رسمي فېسبوکپاڼه کې نن 'پنجشنبه/غویی ۲۶مه' د یوه ډالر بیه ۷۹٫۱۵ افغانۍ اعلان شوې، چې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی.
د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټيټېدل د افغانستان لپاره چې ډېره تکيه یې په صادراتو ده، د بیو د لوړېدو په ګډون یو شمېر ننګونې زيږولای شي.
په تېرو څو ورځو کې د کابل په بازارونو کې د توکو، په تېره بیا د خوراکي توکو بیې هم د ډالر له لوړېدو سره زیاتې شوې دي.
مخکې وختونو کې به کله چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټیټ شو، د افغانستان بانک به د افغانۍ د ارزښت د بې ثباتۍ مخنیوي لپاره بازار ته د ډالرو د ورکړ ډېرولو په ګډون ځینې ګامونه اخیستل.
په تېر کې د هېواد سیاسي ناندرۍ د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول راټیټ کړی و.
روژه کې د توکو بیې لوړېږي
د سیاسي چارو د شنونکي شعیب احمد رحیم په وینا، کله چې د روژې میاشت پیل شي، نو ورسره د مهمو خوراکي توکو لکه غوښې، غوړيو، مېوې، اوړو او داسې نورو بيې لوړېږي. په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې ډېری وخت دا بحث د سوداګرو یا هټیوالو له "ایمان" او "انصاف" سره تړل کېږي او ویل کېږي چې هغوی د روژې په مبارکه میاشت کې په بېوزله هېوادوالو ناروا ظلم کوي.
نوموړی د افغانۍ د ارزښت ټېټېدل له پاکستان یا ایرانه د وارداتو سربېره افغانستان ته د تورم (انفلاسیون/ګراني) له واردېدو سره غوټه کوي.
شعیب رحیم وايي، کله چې د یو هېواد د مروجې پيسې ارزښت را کم شي، د توکو نرخونه ورسره سم لوړېږي.
خو د اقتصادي نظام بازار کې حکومت تش تماشاچي یا لیدونکی نه وي. د بازار اقتصاد په موجودیت کې دولت مکلف دی چې د نورو مهمو نظارتي دندو ترڅنګ په بازار کې د سالمې سیالۍ رامنځته کولو او د مستهلکینو د حقوقو د خوندي کولو لپاره قانون، مقررې او میکانیزمونه رامنځ ته کړي.