لندن کې د افغان نجونو 'زهره' اورکسټرا؛ ننداره

د عکس سرچینه، ANIM
- Author, وینسنټ ډاوډ
- دنده, د بي بي سي هنري خبریال
پنځه کاله مخکې یوازې په افغانستان کې د نجونو کمیابه اورکسټرا جوړه شوه، هغه هم په داسې هېواد کې چې څو کاله وړاندې په کې پر موسیقۍ او د نجونو د تعلیم بندیز لګول شوی و.
او س 'زُهره' اورکسټرا په لومړي ځل برتانیا ته تللې ده.
هېڅوک دا ادعا نه شي کولی چې په افغانستان کې طالبان په بشپړ ډول له منځه تلللي دي. خو دوه لسیزې مخکې په افغانستان کې د موسیقۍ د ملي انستېتیوت جوړېدل ناممکنه چاره وه.
دا انستېتیوت په ۲۰۰۸ کال د افغان ځوانانو د موسیقۍ د زدکړې د ودې په موخه جوړ شو. څو کاله ترې مخکې پلازمېنه کابل د طالبانو له ولکې وتلې وه.
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، موسیقۍ او سندرې بندې وې، خو اوس د موسیقۍ دغه ملي انستېتیوت کابو ۲۵۰ نجونو او هلکانو ته د موسیقۍ مهارتونه ورښيي. دا شمېر ۳۲۰ ته لوړېدونکی دی او پلان دا دی چې د هرات، مزار شریف او جلال اباد په څېر لویو ښارونو ته هم وغځېږي.

د عکس سرچینه، ANIM

د دغه انستېتیوب کابو ۷۰ سلنه ځوانان د عادي کورنیو بچیان/بچیانې دي. ځینو یې پر واټونو پېر او پلور او د کار کولو مخینه درلوده، سبزيجات، پلاستیکي خلتې او ژاولې به یې د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ په موخه پلورلې. د دوی عمرونه د ۱۲ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي.
پنځه کاله وړاندې، د دغه انستېتیوت مشر ډاکټر احمد سرمست داسې یوه نوې پروژه پیل کړه چې په ځانګړې توګه نجونې ترې ګټه اخیستی شي.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
دی وايي: "یوه زدکوونکي راته وویل د پاپ موسیقۍ غږولو لپاره دی څلورو پنځو نجونو ته اړتیا لري. دې فکر یې حیران کړم، خو وروسته په ډاګه شوه چې د انستېتیوت ډېری نجونې ورسره یوځای کېدل غواړي. همدا وو چې د موسیقۍ د یوې بشپړې ډلې په اړه مو خبرې پیل کړې".
سرمست زیاتوي: "د افغانستان لپاره دا یوه نوې نړۍ ده، ځکه د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې د موسیقۍ اورېدل او غږول ناممکن کار و، بلکې په ټولنه کې ښځه په بشپړه توګه رټل شوې وه."
دا اورکسټرا د "زهره" په نوم نومول شوی. زهره د فارسیانو د موسیقۍ الهه وه.

د عکس سرچینه، ANIM
په دې انستېتیوت کې کابو ۱۰۰ نجونې موسیقۍ زدکوي. ۲۳ یې برتانیا ته تللې دي. دوی به په لندن کې له سانت جونز اورکسټرا سره یوځای موسیقۍ وغږوي. دوی خپل دودیز افغاني موسیقۍ توکي لکه رباب، طبله او دوتار هم له ځانه سره وړي دي.
د افغان نجونو د موسیقۍ دغې ډلې مشري ۲۲ کلنه نګین خپلواک کوي، چې په خپله ډله کې تر ټولو مشره ګڼل کېږي. نګین په یاد انستېتیوت کې له جوړېدو لږ وروسته فعالیت پیل کړ، خو د موسیقۍ د ډلې د مشرۍ لپاره یې کومه ځانګړې مفکوره نه لرله.
هغې په دبۍ، امریکا، هند، جرمني او سویټزرلنډ کې هم خپل هنر ښودلی دی.

د عکس سرچینه، ANIM
دا وايي: "د افغاني موسیقۍ د ډلې مشري راته اسانه کار ښکاري. موږ ټول د موسیقۍ پر لوېدېځو نښو پوهېږو."
په پام کې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ د لندن موزیم کې دا ډله د موسیقۍ غږولو پروګرام مخته یوسي. دوی برتانیا ته له تللو مخکې هم نور پروګرمونه جوړ کړي دي.








