پریانکا چوپړه له نېک جونز سره کوژده وکړه

امریکايي سندرغاړي نېک جونز او د هندي فلمونو مشهورې ممثلې پریانکا چوپړه د شنبې پر ورځ خپله کوژده اعلان کړه. دوی دواړو د کوژدې مراسمو تصویرونه خپاره کړي دي.

دغه مراسم د هند ممبۍ ښار کې شوي. له تېرو دریو اونیو راهیسې د هند فلمي نړۍ کې د دوی د کوژدې ګنګوسې وې، خو دوی نه وه تایید کړې.

اوس پریانکا او جونز پر انسټاګرام پاڼه د کوژدې مراسمو ورته تصویرونه خپاره کړي دي او جونز پریانکا د راتلونکي 'مېرمن جونز ' بللې ده.

پریانکا دوه زرم زېږدیز کال کې مس ورلډ یا د نړۍ د ښکلا ملکه ټاکل شوې وه او له هغه راهیسې یې نژدې ۵۰ هندي فلمونو کې رول لوبولی دی.

نوموړې له مشهورو هندي فلمي ستورو امیتاب بچن، شاه رخ خان او سلمان خان سره یو ځای فلمونو کې تمثیل کړی.

پریانکا د هند فلمي نړۍ یا بالیوډ له هغو ممثلینو یوه بلل کېږي، چې تر نورو ډېرې پیسې اخلي او یو شمېر جایزې یې هم ګټلې دي.

ټایم مجلې دوه کاله مخکې پریانکا د نړۍ اغېزمنو کسانو کې شمېرلې وه.