تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندۍ هنرمنده پریانکا چوپړا د 'کوانټیکو' تمثیل بهیر کې ټپي شوې
هندۍ فلمي هنرمنده، پریانکا چوپړه له هغه وروسته روغتون کې د لنډ مهال لپاره بستري شوه، چې د امریکایي ډرامې کوانټیکو کې د رول لوبولو پر مهال ټپي شوه.
د هند پي ټي ای خبري اژانس د اي بي سي له قوله لیکلي، چې نوموړي له درملنې وروسته کورته لېږل شوې.
رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړې د پنجشنبې پر ورځ د تمثیل پر مهال وښوېده او له لوېدو ورورسته بې هوښه شوې وه.
دهالي ووډ ' بې واچ ' کې د رول لوبونکې ۳۴ کلنې پریانکا ویاند ویلي:
''تېره شپه د تمثیل پر مهال یوه کوچنۍ پېښه رامنځته شوه، پریانکا سملاسي روغتون ته ولېږدول شوه او ډاکټرانو له معایناتو وروسته په کور کې د ارام کولو اجازه ورکړه. هغه به له یکشنبې وروسته تمثیل ته ستنه شي. ''
پریانکا د جمعې پر ورځ د کوانتیکو په خبري غونډه کې نه لیدل کېده.
له دې مخکې کوانتیکو کې د تمثیل لپاره هغې ته د ' خلکو خوښې ' په نامه جایزه ورکړل شوې او دا یې دویم پړاو دی.
پریانکا چې یو مهال د ښکلا ملکه ټاکل شوې دا وروستیو کې د ګولډن ګلوب جایزو مراسمو کې پر سره غالۍ او بیا د یوې جایزې ورکړې په حال کې لیدل شوې.
د هند دویمه مهمه فلمي هنرمنده دیپیکاپاډکون هم په هغو مراسمو کې ګډون کړی و.