تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سونم کپور د غوغا جوړوونکي واده انځورونه
د سونم کپور واده له انند اهوجا د هند نامتو سوداګر سره وشو.
دغه واده په هند کې د غوغا جوړوونکو ودونو له ډلې و.
د سونم کپور او انند اهوجا واده په ممبيي کې وشو.
د بالیووډ مشهورو لوبغاړو په دغه واده کې ګډون کړی و.
واده د ورځې پيل او د شپې پای ته ورسېد .
د سونم کپور د ناویتوب کالي سره، خو د انند اهوجا بیا شفتالو رنګه و .
سونم کپور د نامتو فلمي لوبغاړي انیل کپور لور ده.
د سونم په واده کې د هغې ځانګړي ملګرې سوارا بهاسکر هم ګډون کړی و. سونم په یوه مرکه کې ویلې و، چې سوارا بهاسکر یې نږدې او ښه ملګرې ده، دواړو په "رانجهنا" او "پریم رتن دهن پایو" فلمونو کې یو ځای رول لوبولی دی.
د واده مراسم د ممبيي په لیلا هوټل کې وشول او د هند سینما کابو ټول لوبغاړو پکې ګډون کړی و.
سونم او انند د کېک په پرې کولو نوی ژوند پیل کړ.
انند اهوجا د ډیلي نامتو سوداګر دی.
د سونم کپور کاکا سنجی او بوني کپور له خپلو کورنیو سره دې واده ته راغلي وو.
بوني کپور له خپل دواړو لوڼو جانوي او خوشي کپور سره یوځای لیدل کېده.
واده ته کرینه کپور، سیف علي خان او د هغوی زوی تيمور خان هم راغلي وو.
له بلې خوا عامر خان او د هغه مېرمن کرن راو، چې په ډیرو مراسمو کې ګډون نکوي، هم د سونم کپور په واده کې لیدل شوي دي.
د بالیووډ پادشا امیتاب بچن هم په دغه واده کې ګډون کړی و.
فلمي ستوري رنبیر سینګ او راني مکرجي هم واده ته راغلي وو.
-