د عکسونو البوم: د پښتونخوا خيبر کې لرغوني بودايي اثار

.

د عکس سرچینه، Faran Rafi/BBC

د عکس تشریح، د بودا مذهب له پېړیو پخواني اثار د پاکستان په شمال لوېديځ خيبر پښتونخواه کې شته. يوه برتانوي لرغونڅېړونکي سرجان مارشلي په ۱۹۲۹ کال کې دغه اثار موندلي ول
.

د عکس سرچینه، Faran Rafi/BBC

د عکس تشریح، د څېړونکو په خبره، دغه اثار له ۲۳۰۰ کلونو راهیسې دغه سيمه کې دي. د بودا له اثارو د مهاتما د وخت ۵۰۰ اثار هم موندل شوي دي
.

د عکس سرچینه، Faran Rafi/BBC

د عکس تشریح، دلته له موجوده مجسمو ‎يوازې د مهاتما دغه مجسمه ده چې پرخپل پخواني حالت پاتې ده
.

د عکس سرچینه، Faran Rafi/BBC

د عکس تشریح، له دغو اثارو د مهاتما بده يوه مجسمه ده چې ۱۴متره اوږدوالی لري کابو پرخپل حالت پاتې ده او په دريمه پيړۍ کې جوړه شوې، څېړونکي وايي دا مجسمه د نړۍ تر ټولو پخوانۍ مجسمه ده
.

د عکس سرچینه، Faran Rafi/BBC

د عکس تشریح، د خيبر پښتنونخوا پخوانيو اثارشنونکو په ۲۰۱۲ کال کې خپلې څېړنې پيل کړې او له هغه وروسته بيا د بودا مذهبو د دغې پخوانۍ سيمې په اړه وپوهېدل
.

د عکس سرچینه، Faran Rafi/BBC

د عکس تشریح، دغه سيمه د خان پور ډيم خوا ته پرته ده، پاکستاني چارواکي غواړي دغه سيمه سيلانۍ کړي خو د لارې لرې والی او د سړکونو خرابوالي د سيلانيان د مخنيوي لامل ګرځي
.

د عکس سرچینه، Faran Rafi/BBC

د عکس تشریح، د بودا دغه پخواني اثار د متحده ايالاتو له يونیسکو اداراې سره هم ثبت دي او دغه اثار يې په نړيواله کچه پېژندل شوي. د تاريخي اثارو د لټون پرمهال ډېر پخواني اثار خلکو له ځان سره کورونو ته وړي دي