د تاج محل دوه منارونه نړېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د اتراپردېش ایالت اګره ښار کې د تاریخي تاج محل ودانۍ په دوو بېلابېلو داخلي دروازو کې دوه منارونه د توپان له امله نړیدلي دي.
چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۱۳۰ کیلومتره په ساعت کې زورور توپان له امله دغې ودانۍ ۳ متره جګ منارونه نړېدلي.
خو د تاج محل ګېرچاپېره منارونه بیا خوندي دي.
تاج محل په ۱۷مه پېړۍ کې جوړ شوی، د دغې ودانۍ لیدو ته د ورځې دولس زره سیلانیان ورځي او د نړۍ په ۷ مشهورو عجایبو کې هم شمېرل کېږي.
په رانړېدلو منارونو کې یو د شاهي دروازې و، دا هغه دروازه ده چې سیلانیان لوموړی ځل چې باغ ته ننوځي نو په تاج محل یې سترګې لګېږي.
دوهم منار بیا د سویلي دروازې و.

په ۲۰۱۵ کې د تاج محل د داخلي دروازې (شاهي دروازې) له پاسه تاریخي څراغ راوغورځېد او مات شو.
تاج محل په ۱۶۵۳ کال مغل امپراتور شاه جهان د خپلې مېرمنې ممتاز محل لپاره جوړ کړ. ممتاز د شاه جهان د څوارلسم ماشوم د زېږون پر وخت مړه شوې وه.
تاج محل له سپینو مرمرو جوړ دی او په ۱۹۳۸ کال یونیسکو د نړۍ د تاریخي میراثونو ډلې ته ورګډ کړ.
د هند حکومت په وروستیو کې د تاج مهل د شاوخوا سیمو څخه د دوړو پاکولو په موخه ځینې فابریکې بندې کړې او د دغه ودانۍ د چاپېریال رغولو لپاره یې هم یوه ډله ټاکلې.









