جنرال دوستم په هالیووډ کې، '۱۲ پیاوړي' فلم نندارې ته وړاندې شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د '۱۲ پیاوړي ' په نامه هغه هالیووډ فلم نندارې ته وړاندې شوی، چې د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱ له پېښو وروسته افغانستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو د ماموریت پر کیسه راڅرخي.
فلم کې مخکښ رول کریس همسورث او نوید نګهبان مرکزي رول لوبولی دی. فلم د 'آس سپرو سرتېرو ' په نامه له یوه کتابه په اثر لیکل شوې، چې افغانستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو او د دغه هېواد د څارګرې ادارې کارکوونکو فعالیتونه انځوروي.
کله چې د دغې ډلې کسان د افغانستان غرنیو سیمو ته رسېږي، د ډلې مشر میچ نېلسن 'چې کریس همسورث یې رول لوبولی ' د دې لپاره د افغانستان شمال کې له جنرال عبدالرشید دوستم 'نوید نګهبان یې رول لوبولی ' سره د لیدو هڅه کوي، چې جګړه کې یې ملاتړ تر لاسه کړي.
دغه نوي متحدین له یوه داسې دښمن سره مخامېږي، چې د دوی پرتله ډېر مجهز، شمېر یې خورا ډېر دی او زندانیان هم نه نیسي.
ښاغلی دوستم د افغان ولسمشر لومړی مرستیال دی او نژدې له یوه کاله راهیسې ترکیه کې اوسي، خو مشر زوی یې چې د دفتر مشري یې هم کوي، د فلم لومړۍ ننداره کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی و.
یاد فلم د جنرال دوستم او میچ نیلسن تر منځ د اړیکو لوړې ژورې بیانوي. د فلم یوه برخه کې جنرال دوستم د امریکايي ځانګړو ځواکونو ډلې پر مشر تنقید کوي او وايي چې د هغه فکر او عمل د یوه جنګیالي پر ځای یوه سرتېري ته ورته دی. د هالیووډ مشهور ایرانی ممثل نوید نګهبان بي بي سي ته وویل:
''دا لومړنی فلم دی، چې رښتیا د افغانانو مېړانه، زړورتیا او شجاعت ښيي. ''
نوموړي د هغه ماموریت له یو شمېر سرتېرو سره خپلو خبرو ته په اشارې سره وویل:
''سرتېرو راته وویل، چې د دوستم او د ده له آس سپرو سرتېرو پرته هېڅ شونې نه وه، چې هغه جګړه کې بریا ووینو. ''
فرانسوي ممثل سعید تغماوي دغه فلم کې د طالب قومندان رول لوبولي، چې د فلم یوه صحنه کې یوه ښځه د خپلو دوو لوڼو مخکې له دې امله وژني چې کتاب لولي.
فلم د امریکا سویل نیو مکسیکو کې ثبت شوی، چې وچې غرنۍ سیمې یې افغانستان ته ورته والی لري.
ورایټي نومې مجلې د '۱۲ پیاوړي ' په اړه لیکلي، دا یو جنګي فلم دی او غواړي لیدونکي ته داسې احساس ورکړي، چې 'امریکا داسې ځواک دی، چې ماتېدای نه شي. '

د عکس سرچینه، Getty Images
مجله لیکي فلم د هغه پخواني باور پر بنسټ ثبت شوی، چې ګواکې که القاعده او طالبانو ته افغانستان کې ماتې ورکړل شي، امریکا کې به د ۱۱ سپتمبر په څېر پېښې و نه شي، هماغسې وشول 'یانې بریدونه و نه شول '، خو رښتیا دلیل یې همدا و؟
۱۶ کاله وشول، چې امریکايي ځواکونه افغانستان کې دي او داسې حال کې چې افغانستان کې د ناټو ځواکونه قومندان د امریکا کانګریس ته وویل افغانستان کې جګړه (په ټپه درېدلي حالت) ته رسېدلې، د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده جګړه ثابته شوه.








