تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لسګونه پښتو اثار لرونکی روسی پښتو پوه ومړ
د پښتو ژبې روسی استاد او څېړونکی پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف ومړ. هغه چې د پښتو ژبې د تدریس ترڅنګ په ختیځ پوهنه او افغان پوهنه کې مخکښ و څېړونکی او ليکوال و، تېره سه شنبه د ۹۸ کلونو په عمر مړ شوی.
ښاغلي لېبېدېف د ژوند ډېره برخه د افغان پوهنې او پښتو ژبې په برخه کې تدریس او څېړنه کې تېره کړې.
د هغه لومړی اثر د پښتو ژبې ګرامر دی چې ۷۳ کاله مخکې چاپ شوی او وروستی څېړنیز اثر يې افغان ولس - پښتانه نومېږي چې څو کاله وړاندې د روسیې علومو اکاډیمۍ خپور کړی.
د استاد لېبېدېف د ژوند او اثارو په اړه لیکوال افضل ټکور، چې استاد له نژدې پېژانده، بي بي سي ته وویل، نوموړی پښتو پوه، روسی لیکوال دی چې کلونه کلونه یې د پښتو ژبې په درس او اثارو لیکول او ژباړو کې تېر کړي.
نوموړی وايي، پروفیسر لېبېدېف درېیم روسی پښتو پوه و، چې پخپل عصر کې یې پښتو ژبه کې زده کړې کړې وې، په پښتو ژبه یې شاګردان روزل او پښتو ژبې ته یې خدمت کړی.
ډاکتر شېر حسن هم پخپل فېسبوکپاڼه د پروفیسر کانستانتین الکاسندرویچ لېبېدېف په اړه په یوه اوږد مطلب کې لیکلي:
ارواښاد استاد لېبېدېف د ۱۹۲۰ کال د مارچ په شلمه نېټه مسکو ته نژدې د کلومنسک ښار کې زېږېدلی دی. په ۱۹۴۲ کال يې د مسکو د ختيځ پېژندني انستيتيوت د ماسترۍ په درجه پای ته ورساوه.
تر فراغت وروسته د همهغه انستيتيوت په علمي کدر کې شامل شو او د پښتو ژبې او ګرامر په تدريس يې پيل وکړ.
ارواښاد لېبېدېف په ۱۹۴۹ - ۱۹۵۴ کلونو کې د مسکو په ختيځ پېژندني انستيتيوت کې د افغانستان د تدريسي برخې مسؤل و. له ۱۹۵۴ کال څخه هغه وخت چې د ختيځ پېژندنې انستيتيوت د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو اړيکو له انستيتيوت سره يو ځای شو، لېبېدېف په دغه انستيتيوت کې تر ۱۹۸۵ کال پورې د پښتو ژبې په تدريس، تحقيق، ګرامر او هنري نثر په ژباړه کار کاوه. هغه په ۱۹۸۵ - ۱۹۹۶ کلونو کې د مسکو دولتي پوهنتون د اسيا - افريقا انستيتيوت د ايران د څانګې مشر و او په همدغه څانګه کې د پښتو په تدريس او تدقيق مشغول و.
استاد لېبېدېف په ۱۹۵۰ کال د علومو د کانديد درجه، په ۱۹۶۶ کال يې د دکتورا علمي درجه او په ۱۹۶۷ کال کې د پروفيسوري درجه دفاع کړې ده. كانستانتين الكساندرويچ لېبېديف په روسيه كې د ختيځ پوهانو، افغانستان پوهانو او پښتو پوهانو د څو نسلونو مخكښ لار ښوونكى او غښتلى استاد و، هغه ټول ژوند د پښتو ژبې او افغانپوهنې تحقيق او تدريس ته وقف كړي و.
پروفيسور لېبېدېف په پښتو ژبپوهنه او افغانپوهنه كې ګڼ شمير كتابونه، رسالې او مقالې ليكلې دي . په روسيه كې د پښتو ژبې د زده كړې د پاره درسي كتابونه، د پښتو ژبې گرامر، روسي _ پښتو ، پښتو _ روسي ، روسي- پښتو- دري ، درسې واړه او لوى قاموسونه ، په روسي ژبه د پښتو د شفاهي ادبياتو، كلاسيكو او معاصرو ادبياتو (نكلونو، لنډو كيسو، متلونو او لنډيو ) منظومې او منثورې ترجمې او د پښتنو د تاريخ او فرهنگ په باب څېړنيزې رسالې او مقالې د استاد لېبېديف د اثارو منځپانګه جوړوي.
د استاد لېبېديف لومړى اثر د پښتو ژبې گرامر دى چې له نن څخه ۷۳ كاله مخكې په ۱۹۴۵ كال كې چاپ شوى دى، وروستى څېړنيز اثر يې ((افغان ولس - پښتانه)) نومېږي چې په ۱۹۹۷ كال كې د روسيې د علومو اكاډیمۍ د ختيځو ادبياتو څانگې چاپ او خپور كړى دى.
پروفيسور لېبېديف په دغه رساله كې د پښتنو د تاريخ، پيدايښت او پرورښت په باب د گڼ شمېر مختلفو او مخالفو منابعو د نظرياتو، رواياتو، حكاياتو، دلايلو، نښو نښانو او اسنادو ژوره څېړنه او شننه كړې ده.
استاد لېبېدېف يو شمير هنري اثار، لنډۍ او د افغان فلکلور يو شمير انتخابي برخي له پښتو څخه روسي ژبې ته ژباړلي او خپاره کړي دي. له استاد څخه تر ۱۱۰ زيات درسي کتابونه، څېړنيز اثار او قاموسونه په ميراث پاتې دي.
دارواښاد پروفيسور كانستانتين لېبېديف د اثارو لنډ فهرست:
1- د پښتو ژبې گرامر ،1945
2- د افغانستان افسانې، قصې او شعر ،1953
3- د پښتو ژبې گرامر ،1956
4- په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه ،1958
5- كوچنى دايرة المعارف ،1961
6-د روسي ژبې د زده كړې درسي کتاب ، په پښتو ژبه 1961
7- روسي- افغاني جېبي قاموس 1962
8- څرنگه كولاى شود ژبې د زده كړې لپاره په زړه پورې درس تيار كړو؟ 1963
9-روسي- افغاني جېبي قاموس1967
10- افغاني متلونه،1967
11- د روسي ژبې د زده كړې درسي کتاب ، په پښتو ژبه 1967
12- په پښتو ژبه كې فعل اوقيد ، 1969
13- د روسيژبو لپاره د پښتو د زده كړې درسي كتاب 1969
14- د پښتو ژبې گرامر ،1970
15- افغاني قصې اوافسانې ،1972
16- د پښتو ژبې د زده كړې لپاره ادبي منتخبات 1972
17- افغاني افسانې ،1972
18- د پښتو ژبې د زده كړې د دوهم او دريم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1972
19- د پښتو ژبې د زده كړې د دريم او څلورم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1972
20- د پښتو ژبې د زده كړې د پنځم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1973
21-شرقي ژبې او ادبيات،1973
22- روسي-پښتو قاموس1973
23- د پښتو ژبې د گرامر جدول ، دايرة المعارف ،1973
24- افغاني کلاسیکه شاعري ،1975
25- روسي-پښتو قاموس 1983
26- د ژبې او ادبياتو مسئله 1983
27- په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه ،1983
28- د پښتو ژبې د زده كړې د دوهم او دريم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1983
29- د پښتو ژبې د زده كړې ددريم او څلورم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1983
30-افسانه اوشعر،ترجمه،1985
31- پښتو-روسي قاموس 1985
32- افغاني ولسي شاعري ،1985
33-په روسي ژبه د نورمحمد تره کی»د بنگ مسافری «او څو نورو داستانو ژباړه-1987
34- د پښتو ژبې گرامر ،1988
35- د روسيژبو لپاره د پښتو د زده كړې درسي كتاب 1992
36- پښتانه په تاريخ او اوسنۍ زمانه كې ،1993
37- افغان ولس - پښتانه 1997
38- په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه ،1997
39- مختصر اسلامي قاموس 1997
40- پښتو-روسي درسي قاموس 2000
41- د دیپلوماسي اصطلاحاتو قاموس ،2002
42- پښتو- دری او روسی درسي قاموس ،2009