تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتون مبارز عبدالرحیم مندوخېل خاورو ته وسپارل شو
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر او د پښتون قوم لوی مبارز عبدالرحيم مندوخېل مړی د ږوب اومږه مړسینزي کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړی د تېرې جمعې په ورځ تر لنډې ناروغۍ وروسته د ۸۱ کلونو په عمر د کوټې یوه روغتون کې ومړ.
د خدای بښلي مندوخېل جنازې ته ګڼ سیاستوال، لیکوالان، ادیبان او د هغه مینه وال ورغلي وو.
په کوټه کې د افغان کونسلګرۍ یوه استازي د ارواښاد مندوخېل پر مړینه د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله د غمرازۍ پېغام واوراوه.
د پښتنو د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نوموړي مړينه په اوس وخت کې د پښتنو افغانانو لپاره ستره ضايع وګڼله او ويې ویل، تشه به يې تر ډېره ډکه نه شي.
د پښتنو د یوه بل ملتپال عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان ایالتي مشر اصغر خان اڅکزي د ارواښاد مندوخېل د جنازې په مراسمو کې په خپله وینا کې نوموړی د پښتونخوا هغه سیاستوال وباله، چې د ده په خبره کله هم له خپلې مبارزې پر شا نه شو.
د عبدالرحيم مندوخېل پر مړینې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین او لومړي وزیر نواز شریف هم خواشیني ښودلې او دا یې د هېواد لپاره یوه ضایعه بللې ده.
عبدالرحيم مندوخېل یو شمېر کتابونه لیکلي او د پښتنو په تاریخ او سیاست پوه سړی و.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د عبدالرحیم مندوخېل د مړینې له کبله درې ورځې ملي ویر اعلان کړی دی.
نوموړي د پښتنو د بیدارۍ لپاره ګڼې مبارزې کړې دي.
عبدالرحيم مندوخېل په ۱۹۳۷ کال د ږوب په اومږه مندوخېل کې د عبدالرحمن په کور کې سترګې غړولې وې.
لومړنۍ زده کړې یې پخپل کلي کې کړې او بیا یې پېښور پوهنتون کې قانون لوستی و.
خدای بښلی مندوخېل یو څه موده سیاسي استازی هم و، دوه ځلې د پاکستان د مشرانو او یو ځل د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړی پاتې شوی او د افغانستان په سیاسي حالاتو ښه پوهېده او په اړه یې لیکنې هم کړې دي.
''افغان او افغانستان" د عبدالرحیم مندوخېل هغه وروستی اثر دی، چې په ۲۰۱۵ کال کې چاپ شو. "انګریزي استعمار او افغانستان" د عبدالرحیم مندوخېل بل اثر دی.
نوموړي د "واحد افغان" ملت لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.