تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
صربیا افغان پیکاسو ته د تابعیت ور کولو وړاندیز وکړ
د صربیا حکومت وايي، لس کلن افغان انځورګر او کورنۍ ته یې د دغه هېواد تابعیت ور کولو ته چمتو دی.
فرهاد نوري له خپلې کورنۍ سره له اتو میاشتو راهیسې پنډغالي کې اوسي.
فرهاد نوري د خپلې هنري وړتیا لامله پر کوچني پیکاسو پېژندلی شي.
تېره اونۍ یې اول ځل صربیا کې د انځورګرۍ نندارتون جو کړ، چې د ډېرو پام یې ځان ته واړاوه.
د صربیا ولسمشر الیکساندر ووییچ د چهارشنبې په ورځ هغه او کورنۍ یې ور بللي وو.
صربیا ته ویاړ ور بښل
ولسمشر ووییچ دې کورنۍ ته د تابیعیت ور کولو وړاندیز وکړ او د فرهاد نوري پلار ته یې د کار موندلو ژمنه هم وکړه.
ښاغلي ووییچ فرهاد او کورنۍ ته یې وویل: که زموږ غوښتنه ومنئ ویاړ به را په برخه کړئ.
که څه هم دغه افغان انځورګر وايي، د انځورګرۍ او بهرنیو ژبو د زدکړې لپاره سوېس ته ځي، خو د صربیا ولسمشر وايي، هڅه به وکړي چې نوموړی په صربیا کې پاتې شي.
دمګړۍ د مختلفو هېوادونو نږدې ۴۵۰۰ کډوال د صربیا په ۱۸ دولتي پنډغالو کې ژوند کوي.
دې کډوالو غوښتل د ښه ژوند لپاره د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته لاړ شي، خو پر ۲۰۱۶ کال چې "د بالکان لار" بنده شوه، دوی صربیا کې پاتېدلو ته اړ شول.
صربیا کې د کډوالو حال
د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې د کډوالۍ ساتندوی مرکز - چې د کډوالو د ملاتړ خصوصي اداره ده- د صربیا د ولسمشر د وړاندیز هرکلی کړی دی.
خو دا هم وايي، چې صربیا د کډوالۍ برخه کې ډېر سمون ته اړتیا لري.
د دې موسسې یو کارمن رادوس جوروویچ وايي، پنا غوښتونکي د ډېر وخت لپاره انتظار کوي او ډېر ځله پنا هم نه ور کول کېږي.