له کوترو سره مینه: مېرمنې له مېړونو طلاق اخلي

په اندونیزیا کې کوتر جنګي ډېر مینوال لري، خو دې لوبې د مېرمنو زړونه ور خوړین کړي.

دوی وایي، مېړونه یې کوتر جنګۍ کې ډېر بوخت وي، دوی ته وخت نه ور کوي، ځکه ترې طلاق اخیستل غوره بولي.

د جکارټا پوسټ د رپوټ له مخې د اندونیزیا مرکزي ولایت جاوا کې د پربلینګا سیمې د مذهبي عدالت یوه چارواکې وايي، چې دفتر ته یې په جولای کې د طلاق اخیستلو ۹۰ عریضې شوې دي.

یوه مذهبي مشره نور افلاح وايي، جولای کې تر جون د طلاق اخیستلو عریضې ډېرې شوې دي، په داسې ډول چې په جون کې یوازې ۱۳ عریضې ور کړل شوې وې.

د هغې په خبره، د طلاق اخیستو ډېری عریضې مېرمنو ور سپارلې دي:

"دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله طلاق اخلي، ځکه چې په وینا یې مېړونه یې پر کوتر جنګۍ ډېر بوخت وي او کورنی ژوند یې هېر کړی دی".

کوتر جنګۍ کې قمار

د یادولو ده چې اندونیزیا کې کوتر جنګي ډېر مینوال لري، څوک چې پکې برخه اخلي او سیالي ګټي، نغد انعام هم ترلاسه کوي.

د چټکو الوتکونو کوترو له پلورلو هم د زرګونو اندونیزیايي روپیو د ترلاسه کولو هیله وي.

نور افلاح وايي، اندونیزیایۍ مېرمنې له خپلو مېړونو په دې خبره خواشینې دي چې خپل ټول وخت د کورنۍ په ځای له کوترو سره تېروي.

د هغې په خبره، اقتصادي ستونزې دا حالت نور هم خرابوي:

"پرلنګا کې ډېرې مېرمنې کار کوي، خو مېړونه یې روزګار ګرځي، ډېر مېړونه له ځانونو پیلوټان جوړوي"

نوموړې وايي، له پیلوټانو یې مطلب دا دی چې د الوتکو یا چورلکو پیلوټان نه دي، بلکې کوتر جنګي کوي او کوترې پورته کوي.

جکارټا پوسټ وايي، کوتر جنګۍ کې قمار اېښودل د دې سیمې لپاره ډېرې مالي ستونزې پیدا کوي.

یوې مېرمنې دې ورځپاڼې ته ویلي خاوند یې کله کله کوتر جنګۍ کې ګټلې پیسې ور کوي، خو ډېر وخت ان د سیګرټو پیسې هم له دې غواړي.

هند کې کوتر جنګي کمه شوې

د اندونیزیا اپوټه هند کې د کوتر جنګۍ بازار ورځ له بلې خپل پخوانی اهمیت او مینوال له لاسه ور کوي.

د هندو ورځپاڼې د یوه وروستي رپوټ له مخې، د دغه هېواد جنوب لوېدیځ ایالت اندرا پردېش کې کوتر جنګولو پخوا ډېر مینوال لرل، خو اوس خورا ډېر کم شوي دي.

ځايي خلک وايي، نوې وختېرۍ د پخوانيو دودونو او لوبو ځای نیسي، ځکه اوس د دې سیالۍ لپاره د سیال پیدا کول سخت شوي دي.

هندو ورځپاڼه وايي، اوږد انتظار او پر کوتره لګښت هم ښايي د کوتر جنګۍ مینوال کم کړي وي.

"ځکه کوتر جنګوونکي له سیالۍ مخکې باید د کوترو مړولو او تیارولو لپاره تر ۷۸ ډالرو مصرف کړي".

دلته د سیالۍ ډول هم بدل دی، کومه کوتره چې له پورته شوي ځای تر ټولو اخر دغه ځای ته ستنه شوه هغه ګټونکې ده، نه اوله ستنېدونکې کوتره.