تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: ترکیه کې د کوترو شوقیان
ترکیه کې د کوترو مینه وال ډېر دي او د دغه هېواد یو شمېر ښارونو کې د ښایسته او لږ موندل کېدونکو کوترو بولۍ هم ترسره کېږي. دغه انځورونه د سنلیورفا ښار کې د کوترو د مینه والو ترمنځ یوې بولۍ کې اخیستل شوي.
د ترکیې جنوب ختیځ ښار سنلیورفا کې یو شمېر قیمتي کوترې په کوه قفس کې دي چې پر دېوال ځوړند اعلان کې لیکلي، د ترټولو ښایسته کوترو ملي سیالي.
د بولۍ پر مهال په لسګونو مینه وال راټولېږي او د خپلې خوښې د کوترې د ترلاسه کولو لپاره له خپل سیال سره د قیمت په سیالۍ کښېوځي. کوترو سره مینه ترکیه او پورې غاړه ګاونډي هېواد سوریه کې د سلګونو کلونو زوړ شوق دی.
اسماعیل ازبیک د کوترو ساتونکی دی. دی نژدې ۲۰۰ کوترې په یوه خوندي چت کې ساتي چې امنیتي کمرې یې ورته لګولې دي.
د ښاغلي ازبیک د یوې قیمتي کوترې بیعه نژدې ۳۲۰ امریکايي ډالره ده.
د کوترو یو بل مینه وال او پلورونکی امام دلداس وايي، یو ځل یې یوه جوړه کوترې په ۷۵۰۰ ډالره وپلورلې. دلداس وايي، "دا داسې شوق دی چې پرېښودل یې شونی نه دی. ما یو ځل د خپلې مېرمنې د سرو زرو بنګړي او خپل یخچال خرڅ کړ چې کوترې پرې رانیسم. "
د سوریې پوله له دغې سیمې یوازې ۳۰ میله لېرې ده او د جګړې او نارامۍ له پیل سره ډېرې ښې او ګرانې کوترې ترکیې ته واوښتې. په لومړي سر کې چې ډېرې کوترې ورغلې بیعه یې ډېره ولوېده خو اوس بېرته لوړه شوې.
د بولۍ له پای ته رسېدو سره ښاغلي دلداس د نژدې ۲۷۵۰ ډالرو په بیعه کوترې پلورلې وې چې خپله حق الزحمه یې ۱۰ سلنه ده.
عکسونه اسماعیل ازبیک رااستولي دي.