تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د واده ویډیو د "شرمناکې ناوې" دودیز فکر بدلول غواړي
ولې یواځې زوم ډېرې مزې وکړی؟ دا د امیشا بهاردواج خبرې دي چې د واده ویډیو له ډېر خپرېدلو سره خلکو ته رسېدلې.
دا ویډیو پر یوټیوب له شپږ میلیونو ډېرو کسانو لیدلې ده.
په دغه ویډیو کې امیشا په نېکر او د واده جوړې په بلاوز کې نڅېږي او "چیپ تهرلز" سندره زمزمه کوي.
د هغې باور نه و چې دا ویډیو به دومره ډېره خپرېږي. هغه وايي، "د ویډیو په ډېر خپرېدلو زه تراوسه حیرانه یم، ځکه په دې کې دا خبره ده چې د خپل واده په ورځ ناوې مستي کوي، دا عجیبه خبره نه ده".
خو په یوټیوب کې ډېر خلک د امیشا پر ویډیو تبصرې کوي، په تېره د هغې د جامو او د خوښې وړ پر سندره.
امیشا وايي، "زما په خیال زما ویډیو د هغه دودیز فکر خلاف ده، چې پکې هندۍ ناوې شرمناکې وي، نڅېږي نه، کوم ډول جامې چې ما اغوستې دي، دوی دا ډول جامې نه اغونځي".
د هغې په خبره، د هندۍ ناوې په هکله له پېړیو راهیسې دا سوچ روان دی، چې ناوې دې نه خاندې او کله چې د پلار له کور وځي، نو ژاړي دې، خو اوسنۍ ناوې خپله کیسه په خپله لیکي.
تراوسه په هند کې د ودونو ویډیو جوړولو ډېر زیار غوښت او دا ستړېوونکی کار و، ویډیوګرافرو د واده ټول مراسم خوندي کول.
خو اوس د باليووډ له سندرو سره یو ځای د نڅا ویډیو جوړول عام شوي او په دې کې لږ ډېر ناوې هم برخه اخلي.
امیشا وایي، ما په ارادي ډول دا ویډیو مختلفه نه ده جوړه کړې، خو اوس مې فکر دا راته وايي، چې په لاشعوري ډول مې باور دا و چې څه غواړم، هغه وکړم.
"دا باور مې له دې خبرې جوړېږي چې زه څوک یم، د نوي هند پېغلوټې مېرمن. زه دا نه منم، چې خلک له ناوې د شرم هیله وکړي، خو زوم له نڅا او له شراب څښلو سره د هر ډول مستي اجازه ولري. وخت بدلېږي، ځکه ناوې هم بدلېږي، خلکو ته د دې خبرې منل پکار دي".
د امیشا پر ویډیو شوې تبصرې ښيي چې خلک دا ډول بدلون مني، خو ځینې کسان یې د هندي کلتور "بربادوونکې" بولي.
د واده ویډیو جوړوونکي سپریت کور او پون سینګ وايي، هندۍ ناوې بدلېږی.
پون سینګ وایي: "لس کاله مخکې چې ما د واده ویډیو جوړول پیل کړل، هغه مهال ناوې غوښتل ښکلې او نازکه ښکاره شي، خو اوس تر ډېره نوې نوې تجربې کول غواي".
سپریت کور وایي، "ناوې اوس احساسوي چې واده یې د ژوند تر ټولو مهمه پېښه ه، ځکه هغوی غواړي چې څنګه دي هغسې پاتېد شي".
پون سینګ وايي، "اوس امیشا یواځې نه ده، که هڅه وکړئ دا ډول نورې ویډویې به هم پیدا کړئ. ".
یوه بله ناوې ایشیتا ګردهر هم ده چې د واده په ورځ د پلار له کور څخه په وتلو کې یې نه ژاړي.
هغه وايي: "واده د خوښۍ پېښه ده ځکه ونڅېدم او ملګرې مې هم ونڅولې".
د ګردهر په خبره، د بالیووډ فېلفونو او تلوېزونی سریالونو له امله د خلکو فکر دودیز دی.
"فېلمونو کې ناوې شرمناکه ښودل کېږي، خلکو ته دا دیکته کېږي چې ناوې باید داسې وي".
مننمیتا کومار هم په واده کې له خپل خاوند سره د نڅا ویدیو جوړه کړې.
هغه وايي، "که شرمناکه او د حیا ټوټه یې نو همغسې اوسه، خو د دود له امله ځان مه بدلوه".
خو هره ناوې هم داسې چانس نه لري، ځکه سپریت کور وايي، کوچنیو ښارونو او ان څو ځلې لویو ښارونو کې هم نجونو سره واک نه و، چې د خوښې ویډیو جوړه کړي.
"یو ځل زوم د دې لپاره د ناوې صحنه منع کړه، چې ناوې پکې یواځې او ځانګړې ویډیو ته تیاره شوې وه".
نوموړې په دې باور ده، چې بدلون راځي، خو هغه وخت ته لا هم ډېر مزل پاتې دی، چې هره ناوې پکې خپله خوښه او هیلې پوره کړي.
له بلې خوا امیشا هم وايي، دا ویډیو یې ځکه جوړه کړه، چې خاوند یې نه پر خپه کېده.
د هغې میړه پرنب ورما وايي، دا پته ورته نه وه چې امیشا کله دا ویډیو جوړه کړه.
د هغه په خبره، د مېرمن ویډیو یې له هرې ناوې سره د دې تصور په منلو کې مرسته کوي چې د دوی اړوند دودیز فکر بدلېږي.
امیشا هم وايي: "موږ د دودیز فکر د بدلولو کار پیل کړی دی".