د بالیووډ 'مهربانه مور' مړه شوه

ریما لاګو، چې هندي فلمونو کې د مهربانې موسکۍ څېرې لرونکې مور رول لوبولو له کبله مشهوره وه د ۵۹ کلونو په عمر ومړه.

تېره شپه نوموړې سینه کې د درد شکایت کړی و او د ممبۍ ښار ځايي روغتون ته وړل شوې وه، چې د شپې یوه بجه یې ساه ورکړه.

د ریما زوم ونې وایکل ځايي خبریالې سپریا سوګلې ته د نوموړې د مړینې خبر ورکړی و.

ریما لاګو د هندي او مراټي ژبو فلمونو تر څنګ د هندوستان ټلویزیوني سریالونو کې هم رول لوبولی و.

نوموړې له دې مخکې د مراټي ژبې تیاتر ډرامو کې تر لسیزو پورې رول لوباوه.

مین نی پیار کیا، عاشقي، ساجن، هم اپ کې هین کون، واستو او هم ساتھ ساتھ هین مشهور کامیاب فلمونه دي، چې ریما لاګو په کې رول درلود. ۱۹۹۰ کال کې نوموړې ته د غوره مرستیالې فلمي لوبغاړې جایزه ورکړل شوی وه.

۱۹۹۱کال کې د عاشقي نومي فلم لپاره هم نوموړې ته فلم فيرجایزه ورکړل شوې. د واستو او هم اپ کې هین کون فلمونو لپاره هم هغې ته جایزې ورکړل شوې وې. ریما لاګو د شیام بینیګل له کل یوګ نومي فلم نه بالیووډ کې خپل سفر پیل کړی و.