نامتو ستورو ته مندر جوړول او عبادت کول

د بالیووډ د وتلي هنرمن امیتاب بچن مندر کې د شنبې په ورځ د نوموړي نوی بوت ولګول شو. دا بوت د هغه له ونې سره نږدې برابر دی.

د امیتاب بچن مینوالو څه مهال مخکې د هغه په نوم کلکته کې یو مندر جوړ کړ، چې هلته د ده په یاد پوښتنې ته ورځي او عبادت یې کوي.

د هند خبري ایجنسیو د رپوټ له مخې دا بوت د نوموړي د فېلم 'سرکار-۳' د خپرېدو پر مهال د ټول بنګال امیتاب بچن مینوالو ټولنې لګولې ده.

د دې ټولنې منشي سنجي پټوډیا له بي بي سي سره خبرو کې ویلي: موږ په امیتاب بچن مندر کې د هغه د لمانځلو وروسته د هغه د فېلم د برۍ لپاره د هغه مجسمه لګوو، مجسمه یې له ونې لږ لوړه او د لاسونو اوږدوالی یې هم زیات دی، چې لا ښه ښکاره شي..

پټوډیا زیاتوي چې دا مندر یې پر ۲۰۰۱ کال جوړ کړی او په دې هکله یې امیتاب بچن سره خبره نه وه کړې، 'ځکه هغه ځان انسان بولي، خو موږ یې بګوان بولو'.

په هند کې د نومیالیو ستورو لپاره د مندر جوړول کومه نوې خبره نه ده، همدا وجه ده چې له تنډولکر نیولې له هنرمنې خوشبو پورې د مشهورو کسانو په نوم مندرونه ټول هېواد کې جوړ شوي دي.

اول دا شیان په سوېلي هند کې دود و، خو اوس د دې هېواد نورو برخو ته هم غځېدلي دي.

وتلی خبریال مدهوکر اپادهیايي وايي، په جنوبي هند کې د بوت پرستۍ خلاف یو غورځنګ چلېدلی و، چې له امله یې ډېر مندرونه وران شوي او هلته د خلکو په ژوند کې تشه پیدا شوې وه، خو د ستورو په نوم مندرونو جوړېدلو سره دا تشه ډکېږي.

اوس دا خبره دود شوې او د پخوا اپوټه اوس خلک ډېر مندرونه جوړوي، لکه د سوېلي هند د وتلي هنرمند او سیاستوال اېم جي ار او له هغه وروسته د تمل ناډو د پخوانۍ اعلی وزیرې کرونا ندهي مندر.

د کرونا ندي مندر د هغه یوه ژمن سیاستوال په ویلور کې جوړ کړی دی.

د هنرمنې خوشبو په نوم مندر د تمل ناډو په ټریچیراپلي کې جوړ شوی او هغه چې له دې پېښې خبره شوه، هم حیرانه او هم وډاره شوه. په هر حال د هغې له 'واده مخکې سېکس' په څرګندونو یې خپل ډېر پلویان ترې خپه شول او د معلوماتو له مخې د هغې مندر یې هم زیانمن کړ.

ویل کېږي چې پر خوشبو سره بېره د ممتا کلکرني، نمیتا، پوجا او شنکر په نوم هم د مندرونو خبرې کېږي، خو تراوسه تایید شوې نه دي.

کله چې د هند د لومړي وزیر نرېندر مودي په نوم مندر جوړ شو، نو هغه خواشیني وښوده. دا مندر د نوموړي د پلرني ټاټوبي په کوټریا کلي کې جوړ شوی دی.

دا ډول د کانګرېس ګوند یو مشر پي شنکر راو د نوي ایالت تلنګانه د جوړېدو د پرېکړې له امله د دغه ګوند د مشرې سونیا ګاندي د نږدې درې نیم متره لوړې مجسمې سره یو نوی مندر جوړ کړ. په هند کې د مهاتما ګاندي، اندرا ګاني، اېن ټي راما راو او نورو په نومونو هم مندرونه شته.

د هند د شمال ختیز ایالت بهار په بهوبهوا ولسوالۍ کې د بهوجپوري فېلم وتلی هنرمن منوج تیواري له باقاعده دیني مراسمو سره پر ۲۰۱۳ کال د کرکټ د نامتو لوبغاړي شچن ټنډولکر بوت پرانیسته وشوه، دا مندر په اتورلیا کلي کې دی.

د بي بي سي د تمل ژبې خبریال پرمیلا کرشنن وايي، د تمل ناډو د پخوانۍ اعلا وزیرې جي للتا له مرګ سملاسي وروسته د هغې په نوم هم مندر جوړ شو.

د امنیتاب بچن په مندر کې په فېلم( عکس) کې کارېدلې یوه څوکۍ هم شته چې د نوموړي انځور پر لګېدلی دی. او 'ګاډ' هم پر لیکلی دی. تر هغه لاندې یې فېلم(اګني پت) کې پښو کړي یوه جوړه سپین بوټان شته او په یوه خونه کې یې ډېر انځورونه ځوړند دي.

دا شپږ فوټه او دوه انچه لوړه او ۲۵ کیلو ګرامه بوت سبرت بوس جوړ کړی، سنجي پټوډیا وايي، سبرت بوس د امیتاب ډېر لوی مینوال دی او وايي پر دې مجسمه له شوي لګښت پرته به یوه پیسه هم زیاته وا نخلي.