تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شعرستان او درې کمالونه یې
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
هغومره چې شعر لرغونی دی، په اړه یې خبرې هم ډېرې دي.
د شعر جوړښت، انداز، کالبونه او ان هدفونه هم همدومره پریمانه او مختلف دي، چې هېڅ کله هم پرې ماهرین یوه خوله نه دي شوي.
د نړۍ بېلو ژبو کې د شعر او شعریت کمیت او کیفیت په اړه بلها کتابونه لیکل شوي، چې لا هم دغه بهیر روان دی.
دا وروستیو کې افغانستان کې هم دغه اړخ ته توجه شوي، چې که یوه لور ته ورسره د کره کتنې او پر شعر د پوهېدو برخه کې هیلې راټوکېدلې، نو بل لور ته داسې ښکاري، چې ځوان کول اوس یوازې شعر نه لیکي، بلکې معیاري شعر لیکي.
ماهرین وايي د شعر ژباړه داسې ده لکه د عطرو انتقالول، چې هر څومره احتیاط وکړې، پریمانه خوشبويي به درنه والوځي، دغسې د شعر په اړه د ژباړل شویو او لومړی لاس لیکل شویو کتابونو تر منځ توپیر دی.
د خوښۍ خبر ده، چې له څه مودې راهیسې زموږ په ژبه کې د شعر پېژندنې او معیاري شعر لیکنې برخه کې شعوري هڅې پیل شوې.
د دغو هڅو لړ کې کابل کې د یوه تازه چاپ شوی کتاب مخکتنې ته ورغلی و او دا راپور یې رالیږلی دی:
راشه خپل انځور پکې د باب غوندې راواړوه
زړه مې د سندرو د کتاب غوندې راواړوه
د دې بیت شاعر ډاکتر احسان الله درمل د خپلو غزلو کتاب چاپ نه کړ، خو د شعرستان په نوم یې د ادب پوهنې او د شعر د جوړښت په هکله یوه ګټور کتاب ولیکه.
دغه اثر دا وروستیو کې چاپ شوی په کابل کې یې د شعر مینه وال افغان ادبي بهیر کې د مخ کتنې غونډې ته یو ځای شوي وو.
لیکوال او کره کتوونکي استاد اسد الله غضنفر د ښاغلي درمل د کتاب په اړه غونډې ته وویل، ډاکتر درمل لومړی په شعر او ادبي جوړښتونو ځان پوه کړی، بیا یې کتاب لیکلی.
''د ډاکترصاحب درمل کتاب درې لوی کمالونه لري، یو کمال یې دا دی چې ادبپوهنه یې په نوي شکل سره معرفي کړې ده، یانې په زاړه بدیع و بیان کې نه دې ایسارشوی. د دې کتاب بل لوی کمال دا دی چې د شعر جوهر او ماهیت ته په کې پام شوی او درېیمه ځانګړنه یې دا ده چې دغه کتاب کې د شعر پر جوهر او ماهیت په سیستماتیک ډول کار شوی دی.
په پښتو ژبه کې د شعر په هکله ډېر کتابونه لیکل شوي دي خو دا چې د شعرستان د لیکلو اړتیا څه وه؟
د کتاب لیکوال ډاکتراحسان الله درمل یې په اړه وايي:
''زه فکر کوم په بدیع او بیان کې ډېر کتابونه لیکل شوي دي خو داسې یو کتاب چې د شعر ټولو غوښتنو ته جواب ووايي او پر موضوعاتو له الفه تر یا پورې په کې په منظم ډول بحث په کې شوی وي، یانې بحث له کلیاتو نه جزئیاتو ته تللی وي او بیا بالاخره بحث راټول شوي وي، د داسې یوه کتاب تشه هم په پښتو ژبه کې وه او په نورو ژبو کې داسې یو کتاب زما تر سترګو نه دی تېر شوی. ''
ځینې افغان لیکوال وايي دا لومړی ځل دی چې په پښتو ژبه کې د شعر پېژندنې په باره کې دا ډول علمي او بشپړه کتاب لیکل کېږي.