د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو راتلونکی پړاو وځنډېد

د عکس سرچینه، Reuters/Getty Images
امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو څلورم پړاو خبرې اترې ځنډېدلې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د بيبيسي د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د راتلونکي پړاو مذاکراتو وخت او ځای نه و نهايي شوي.
هغې زیاته کړې چې ښايي یوه جلسه په نږدې راتلونکې کې وشي، خو د وخت او ځای په اړه یې لا څه نه شي ویلی.
تر دې ورمخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و چې دواړو هېوادونو، د دغو مذاکراتو له اسانچاري عمان سره یو ځای ګډه پرېکړه کړې چې په روم کې د شنبې ورځې غونډه د "لوژستیکي او تخنیکي دلایلو" له امله وځنډوي.
هغه په دغه پیغام کې زیاته کړې چې له سولهییز لارو یې یوې هوکړې ته رسېدو لپاره یې "په هوډ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی."
د ایران بهرنیو چارو وزیر لیکلي: "موږ تر بل هر وخت ډېر هوډمن یو چې یو عادلانه او متوازن تړون ترلاسه" شي.
د عمان بهرنیو چارو وزیر بدر ابوسعیدي هم د اېکس یوه پیغام کې لیکلی وو، چې د راتلونکي پړاو مذاکراتو "نېټه به د دواړو هېوادونو له هوکړې وروسته اعلان شي."
په مذاکراتو کې د دغه ځنډ خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د هغو هېوادونو پر وړاندې د اقدام ګواښ وکړ چې له ایرانه تېل یا پېتروکیمیکل پېري.
واشنګټن روانه اوونۍ پر ځینو شرکتونو له دې کبله اضافي بندیزونه اعلان کړل چې د دوی په وینا له تهران سره اړیکې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ هم چارشنبه پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې ګواښ کړی و چې ایران به "د حوثیانو د ملاتړ تاوان ورکړي."
هغه لیکلي وو: "ایران ته پیغام: موږ له حوثیانو سره ستاسې خونړۍ ملاتړ ګورو. دقیق پوهېږو چې څه کوئ. تاسې ډېر ښه پوهېږئ چې د متحدو ایالتونو پوځ د څه شي وړتیا لري او تاسې ته خبرداری هم درکړل شوی. تاسې به د دغه ملاتړ تاوان زموږ لخوا په ټاکل کېدونکي وخت او ځای کې پرې کړی."
د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو اترو درېیم پړاو تېره شنبه (د اپریل ۲۶) په مسقط کې ترسره شو.
تېره غونډه کې په لومړي ځل د دواړو هېوادونو تخنیکي او متخصصي پلاوي هم ګډون کړی و.








