د افغانستان برېښنا شرکت وايي له ازبکستان سره يې يو کلن تړون غځولی

برېښنا
    • Author, ابراهيم اميري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت وايي، له ازبکستان سره یې د برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره غځولی دی.

افغانستان کې د کارېدونکې برېښنا ډېره برخه وارداتي ده چې څه باندې پنځوس سلنه یې ازبکستان ورکوي.

د طالبانو په حکومت کې د برېښنا شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې شرکت اجرايیوي رییس ملا محمد حنیف حمزه تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان د برېښنا له وزیر میرزا محمدوف جورابیک او د برېښنا ملي شرکت نیګو له رئیس دادا جان ایساکولوف سره غونډه کړې او د برېښنا کچې ډېرېدو، د برېښنا تعرفې ټیټېدو، د برېښنا شرکت تختیکي کارکوونکو ته د ویزې ستونزو د حل او د سرخان پلخمري برېښنا پروژې په اړه ورسره غږېدلی دی.

د تړون له مخې ازبکستان باید افغانستان ته ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا ورکړي خو د برېښنا کچه له دې نه کمه ده او ازبک چارواکي یې لامل تخنیکي ستونزې یادوي. ښاغلي حمزه د ازبکستان چارواکو ته ویلي چې تخنيکي ستونزې باید پر وخت هوارې شي ځکه چې د ولسي افغانانو ترڅنګ صنعتي، سوداګریزو او دولتي تاسیساتو ته برېښنا بسنه نه کوي.

ګومان دی چې هر کال په ژمي کې په صادرونکو هېوادونو کې برېښنا ته د اړتیا د ډېرېدو له امله پر افغانستان د برېښنا کچه کمېږي. خو د ازبکستان د انرژۍ وزیر ورغلي افغان پلاوي ته ویلي چې د تخینکي ستونزو له امله د برېښنا پرچاوۍ رامنځ ته کېږي او دوی د دریو دستګاوو د تخنیکي ستونزو پر هوارولو په چټکۍ کار کوي.

ښاغلي جورابیک ژمنه کړې چې د تخنیکي ستونزو له هوارېدو وروسته به له تړون سره سم افغانستان ته برېښنا ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر افغانان د برېښنا له پرچاویو سرټکوي او وايي چې په دې سړه هوا کې یې له ستونزو سره مخامخ کړي.

کابل

د برېښنا د پرچاوۍ ترڅنګ د برېښنا لوړ بیلونه هغه څه دي چې ډېر خلک یې د ورکړې توان نه لري. ځیني وايي له یو خوا ناوړه اقتصادي حالت او له بله پلوه د برېښنا لوړو بیلونو حیران کړي دي.

تاشکند ته د افغانستان د برېښنا شرکت اجراییوي رئیس په مشري ورغلي پلاوي د ازبکستان له چارواکو نه د برېښنا د تعرفې د ټېټولو غوښتنه هم کړې خو ازبکستاني لوري ویلي چې دوی هم له ګاونډیو هېوادونو نه په لوړه بیه برېښنا پېري چې تعرفه یې د تېر پرتله لوړه شوې ده.

د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې افغانستان کې د برېښنا شرکت ویلي وو چې افغانستان ۱۳۶۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو دوی په کور دننه او له وارداتي سرچینو یوازې ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي.

د برېښنا د برخې کارپوهان وایي اوسني چارواکي باید د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې طبعي زېرمو ته په کتو د برېښنا د تولید کوچنۍ، د منځنۍ کچې او لویې فابریکې جوړې کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ تېره ورځ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې په هرات ولایت کې د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د برېښنا بېلا بېلې پروژې ومنل شوې. د اقتصادي معاونیت لخوا په دې اړه خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به له ترکمنستانه ۱۲۰ کیلو ولټ برېښنا هرات ولایت سره وصل شي.