د بریتانیا د ټرایډنټ توغندي پر ناکامې ازموینې په ټوله نړۍ کې ملنډې وهل شوې

GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د بریتانیا له شاهي سمندري اوبتله د 'ټرایډنټ' توغندي ناکامې ازموینې په نړیوالو رسنیو کې د ملنډو موضوع ګرځېدلې ده.

کله چې تېره میاشت د فلوریډا په ساحل کې پېښه وشوه، د بریتانیا د دفاع وزیر ګرانټ شاپس د هغو کسانو په ډله کې و چې په HMS Vanguard کې سپور و.

وروسته له هغه چې د ازموینې د ناکامۍ په اړه خبرونه خپاره شول، روسي رسنیو سم لاسي د پېښې په اړه پر انګلستان ملنډې وهل پیل کړل.

د روسیې د یوې مهمې خبر پاڼې په وینا "د شاهي سمندري ځواکونو شهرت پرته بل چا ته زیان نه دی رسېدلی."

د روسیې په خورا مهم تلویزیوني چینل کې د ۶۰ دقیقو د خبرو اترو کوربنې اولګا سکابیفا وویل: "د لویې بریتانیا د پخواني شاهي سمندري ځواک هڅه - چې موږ یې اوس د کوچنۍ بریتانیا په نوم یادوو - د خپل ځواک ښودلو لپاره ناکامه شوې ده."

د روسیې د ورځپاڼې Komsomolskaya Pravda لپاره د فضا جنګ خبریال، الکسندر کوتس، په خپل ټیلیګرام چینل کې وویل دا پېښه "یو ځل بیا تاییدوي چې لویې بریتانیا په پای کې د سمندر د ملِکې په توګه خپل موقف له لاسه ورکړی."

خو په چین کې، د شینهوا خبري اژانس وېبپاڼې یوه مقاله خپره کړه چې عنوان یې دی: "د بریتانیا د سمندري ځواکونو ناکامه ازموینه: یو توغندی په سمندر کې لوېدلی چې لویې غږ یې کړ او یو اټومي اوبتل تر اوبو لاندې تېرېږي."

د چین دولتي ورځپاڼي 'ګلوبل ټایمز' له خپل سرلیک سره لیکلي: " شرموونکې پېښه! له شاهي سمندري اتومي اوبتله د ټرایډنټ ۲ توغندي ازموینه په پرله پسې ډول په دویم ځل ناکامه شوه."

د چینايي ورځپاڼې مقاله د "ټرایډنټ" پروګرام پخوانیو ناکامیو ته اشاره کړې، چې د ۲۰۱۶ په جون کې د ازموینې په ترڅ کې "په ناڅاپي توګه د متحده ایالاتو په لور توغول شوي" توغندي پېښه هم پکې شامله ده.

 اولګا سکابیفا
د عکس تشریح، د روسیې په خورا مهم تلویزیوني چینل کې د ۶۰ دقیقو د خبرو اترو کوربنې اولګا سکابیفا وویل: "د لویې بریتانیا د پخواني شاهي سمندري ځواک هڅه - چې موږ یې اوس د کوچنۍ بریتانیا په نوم یادوو - د خپل ځواک ښودلو لپاره ناکامه شوې ده."

رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه توغندی د افریقا له لوېدیځ ساحله ۵۹۵۴ کیلومتره واټن کې په یوه سمندري هدف وتوغول شو، خو د دغې تېروتنې جزئیات تر اوسه خورا محرم دي، خو 'سنډې ټایمز' ورځپاڼې د شاهي سمندري ځواکونو د یوې لوړپوړې سرچینې له قوله ویلي، دغه توغندی له اوبو څخه له توغول کېدو وروسته پر خپل مسیر د تللو پرمهال له خرابۍ سره مخ شوی دی.

د "ګلوبل ټایمز" مقاله کې زیاته شوې: "د یادونې وړ ده چې ډېره پخوا نه، د شاهي بحري الوتکې وړونکې اېچ‌اېم‌اېس کوین الیزابېت هم شرموونکې خرابي تجربه کړې وه."

ترکي رسنیو هم د ټرایډنټ ناکامې ازموینې خبرونو پوښښ ته کش ورکړی. حکومت پلوه ورځپاڼې "اکسام" په خپله وېبپاڼه کې ویلي: "نژدې وه چې بریتانیا پر خپل وزیر ډزې وکړي."

په ترکیه کې د حکومت پلوه ورځپاڼې "ملت" وېبپاڼې ویلي، "د توغندي د ازموینې په بهیر کې د ناکامۍ په پایله کې د بریتانیا دفاع وزیر په سختۍ له مرګه بچ شو."

نه د بریتانیا چارواکو او نه هم د رسنیزو رپوټونو کې شاپس ته د زیان رسېدو خبر ورکړل شوی.

د "نیویارک ټایمز" لوی سرلیک و: "د بریتانیا اټومي توغندي ازموینه بیا ناکامه شوه،" او ورځپاڼې ویلي څه چې پېښ شوي "د انګلستان د اټومي مخنیوي وړتیاوو په اړه پوښتنې راپورته کوي."

د ورځپاڼې سرمقاله کې راغلي، د بریتانیا سمندري ځواکونه په وروستیو میاشتو کې د خپلو بېړیو له یو لړ ستونزو سره مخ شوي دي.