سویلي کوریا: د شمالي کوریا توغندي ازموینه ناکامه شوې

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د سویلي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا یو نامعلوم ډول ''څه توغولې '' چې سملاسي ناکام شوي دي. دغه مشکوک توغندی له پلازمېنې پیونګیانګ بهر یوې هوايي اډې څخه توغول شوی.

له دې ځایه مخکې هم د توغندیو ازموینه تر سره شوې، چې د امریکايي چارواکو له ادعا سره سم بین البراعظمي یا 'اې سي بي ایم اېس ' ډوله توغندي هم له همدې ځایه توغول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا وروستیو کې شمالي کوریا د وسلو ازمویلو چاره چټکه کړې ده.

د سیول مرکزي قومندانۍ په دې هکله یوه اعلامیه کې وویل:

''شمالي کوریا له سونان سیمې له ځايي وخت سره سم نژدې نهه نیمې بجې یو څه وتوغول، خو داسې ګومان کېږي چې سملاسي ناکام شول. ''

این کي نومې خبري وېبپاڼې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، په پیونګیانګ کې یې د الوتکې ماشین غرهار ته ورته غږ واورید او بیا ''زوروره چاودنه '' وشوه.

دا وېبپاڼه زیاتوي د پلازمېنې په اسمان کې یې د لوګي یوې اوږدې سرې کرښې تصویرونه هم لیدلي دي.

شمالي کوریا د سږ کال اوږدو کې د وسلو نهه ازموینې کړې، چې د امریکا متحدو ایالتونو چارواکو له ادعا سره سم د ای سي بي ایم توغندي یوې برخې ازموینه هم پکې شامله ده.

امریکايي چارواکي وايي، داسې باور کېږي، چې د بشپړ توغندي له ازمایلو مخکې دا ډول تجربې کېږي.

دا ډول توغندي ۵۵۰۰ کیلومتره لېرې امریکا کې ګوزار کولای شي، چې د اتومي مرمیو لېږدولو لپاره کار ترې اخیستل کېدای شي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالسټیک او اتومي وسلو ازمویلو سخت بندیزونه لګولي دي.