اسپانیا کې د خونړي اورګاډي له ټکر ژوندي پاتې کسان له ویجاړو شوو واګونونو راوځي
د اسپانیا د ملکي ساتونکو (Civil Guard) د وینا له مخې، د اورګاډو په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا اورګاډي دا ټکر په تېرو لسو کلونو کې د اسپانیا تر ټولو ستر او خونړی ټکر بلل کېږي.
د مادرید پر لور روان یو اورګاډی له پټلۍ واوښت، مقابل لورې ته ولاړ او هلته یې له راتلونکي اورګاډي سره ټکر وکړ.
د اورګاډو شبکو چارواکو ویلي، په دواړو اورګاډو کې شاوخوا ۴۰۰ مسافر او د کارکوونکي سپاره وو.
د اسپانیا د ترانسپورت وزیر اوسکار پونته ویلي، د وژل شویو شمېر لا وروستی نه دی. چارواکو د دې پېښې د څېړنې لپاره پلټنې پیل کړې دي. دا ټکر د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۱۸مه شوی دی.





