ملګري ملتونه: هرو ۱۰ دقیقو کې یوه ښځه نړۍ کې وژل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګرو ملتونو په نړۍ کې د ښځو د وژنو په اړه تازه شمېرې خپرې کړي دي چې ځینې برخې یې ټکان ورکونکې دي.
د ملګرو ملتونو تازه راپور ښيي چې په تېر زېږدیز کال کې ۵۰ زره ښځې او نجونې په ټوله نړۍ کې د ژوند ملګرو یا د کورنۍ نورو غړو وژلي دي. رپوټ په هېښونکي ډول روښانه کړې چې هره ورځ ۱۴۰ ښځې او نجونې د خپلو ملګرو یا نږدې خپلوانو لخوا مري.
دا په دې معنا ده چې په هرو ۱۰ دقیقو کې یوه ښځه په نړۍ کې وژل کېږي.
د ملګرو ملتونو ویاندې، سارا هنډریکس، وویل چې د ښځو وژنې تر ډېره له "کنټرولوونکي چلند، ګواښ او ځورونې، چې انلاین ځورونه هم په کې ده" پیلېږي.
د ملګرو ملتونو راپور وايي چې د ښځو وژنو د کچې "کمښت" کې هیڅ نښې نښانې نه لیدل کېږي.
د ښځو وژنې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښیي چې په ۲۰۲۳ کال کې ۸۵،۰۰۰ ښځې او نجونې په قصدي توګه په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي.
د دې ښځو لوی شمېر، چې ۶۰ سلنه (۵۱،۱۰۰ کسان) کېږي، د خپلو ژوند ملګرو یا کورني غړو له لوري وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو او د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر (UN Women and UNODC) چې دا راپور یې د سه شنبې پر ورځ، د نومبر پر ۲۵ مه، پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی، ویلي چې د ښځو وژنې پر ښځو او نجونو د تاوتریخوالي ترټولو سخته بڼه ده، چې لاهم په نړیواله کچه لوړه ده.
له دې شمېرې افریقا د جنسیت پورې تړلي وژنو ترټولو لوړه شمېره لري، چې ۲۱،۰۰۰ د ښځو وژنې پېښې په کې راپور شوي دي.
په اروپا او امریکا کې، ډېرې هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي له امله مري (۶۴ سلنه او ۵۸ سلنه) د ژوند ملګرو قربانیانې دي، په داسې حال کې چې په نورو ځایونو کې، د کورنۍ غړي د پېښو اصلي عاملین دي.
ایرانۍ شرق ورځپاڼې تېره اونۍ په یوه راپور کې لیکلي و چې سږ کال په ایران کې په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۲ ښځې د کورنیو نارینه غړو وژلي دي.
د ایران د ټولنپوهنې ټولنې هم ویلي چې د ۱۴۰۴ کال له پیل تر اوسه "۶۳ د مېرمنو وژنې پېښې" رامنځته شوي دي.
په ایران کې رسمي شمېرې له لویه سره د ښځو وژنې ریښتیني بڼه نه ښیې، خو رسنیز راپورونه او د بشري حقونو سازمانونو معلومات د اندېښنې وړ یوې لړۍ ښودنه کوي.
په یوې وروستۍ پېښه کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ تېره اونۍ په عجب شیر کې خپل ۲۷ کلن مېړه ووژله.
افغانستان کې او پاکستان کې هم د بشري حقونو ادارو رپوټونه ښيي چې له ښځو سره تاوتریخوالی او د وژنو پېښې لا هم لوړه کچه کې دي.
پاکستان د ناموسي وژنو او افغانستان کې د واکمنو تګلارو له امله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي.
رپوټ کې نور څه دي؟
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ ډیجیټل تاوتریخوالي راپورخبرداری ورکوي چې پر ښځو د انلاین ځورونې پېښې په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو دي، چې اصلي لاملونه یې مصنوعي ځیرکتیا، بې نومه او کمروزي حساب غوښتنه دي. راپور ټینګار کوي چې ډیجیټل تاوتریخوالی د ریښتینې نړۍ له زیانه جلا نه دی، د هغې مخامخ پراختیا ده، چې د ښځو غږ خاموشوي، د هغوی حقونه محدودوي او په چاپیریال کې د خوندیتوب خطرونه رادبره کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان (UN Women) په وینا، په ټوله نړۍ کې نږدې ۱.۸ میلیارده ښځې او نجونې د انلاین یا پر لیکه ځورونې پر وړاندې قانوني خوندیتوب نه لري، او له ۴۰ سلنې کمو هیوادونو د سایبري څار یا ځورونې په اړه قوانین لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځورونې په بڼو کې چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې، سایبري څار، ډاکسینګ (doxxing)، ډیپ فېکس (deepfakes)، له خوښې پرته د عکسونو خپرول، او د جنسیت پر بنسټ د ناسمو معلوماتو خپرول شته. دا کړنې د قانوني اډانو له عملي ګامونو ډېر په چټکۍ خپرېږي، چې ښځې په ډیجیټلي نړۍ کې زیانمنې وساتي.
راپور د دې یادونه هم کوي چې د ستونزې کچه خورا پراخه ده. د رپوټ له مخې په اروپا کې، ۷۴ سلنه ښځو انلاین تاوتریخوالی تجربه کړی یا یې لیدلی، چې دا ښیي ستونزه څومره وړه او محدوده نه ده. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره ټینګار کوي چې انلاین یا پر لیکه ځورونه د جنسیت انډول زیانمنوي او باید د بشري حقونو جدي مسلې په توګه ورسره چلند وشي.
د دې ناورین د حل لپاره، ملګري ملتونه پر حکومتونو غږ کوي چې ټینګ قوانین پلي کړي، قانوني تشې لرې کړي، او د عاملینو لپاره حساب ورکونه ډاډمنه کړي. دا سازمان پر ټیکنالوژۍ شرکتونو غږ کوي چې د خوندیتوب ځانګړتیاوې ښې کړي، ډېرې ښځینه کارکوونکي وګماري او زیان رسونکي منځپانګه په چټکۍ سره لرې کړي.
رپوټ کې د مدني ټولنو ډلې هڅول شوي چې له قربانیانو ملاتړ وکړي او پوهاوی بهیر لوړ کړي، په داسې حال کې چې پوهنیز سیسټمونه باید ځوانانو سره مرسته وکړي چې انلاین معلومات په انتقادي ډول وارزوي او د زیان رسوونکو روایتونو پذ وړاندې مقاومت وکړي.
راپور دې پایلې ته رسېږي چې ډیجیټل تاوتریخوالی ریښتینی تاوتریخوالی دی، او ورسره مبارزه د ښځو د حقونو د پرمختګ او جنسیتي انډول لپاره اړینه ده.








