تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام: پاکستان - نیدرلنډز او وېسټ اینډیز - سکاټلنډ ته ماته ورکړه
د ۲۰۲۶ کال کرېکټ شل اووریز نړیوال جام سیالۍ نن (شنبه د فبرورۍ ۷مه) رسما پیل شوې.
د دغه جام په لومړۍ سیالۍ کې، چې د شريلنکا په کولمبو لوبغالي کې وه، پاکستان نیدرلنډز ته په درېیو وکټو او په دویمه لوبه کې وېسټ اېنډیز د هند په کلکته کې سکاټلنډ ته د ۳۵ منډو په توپير ماته ورکړه.
د نړیوال جام درېیمه سیالي نن د ممبی په ونکېډې لوبغالي کې د کوربه هندوستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ کېږې.
وېسټاینډزي روماریو شیفرډ په نننۍ سیالۍ کې د وېکټو هټرک هم وکړ. هغه په یوه اوور کې څلور لوبغاړي وسوځول. دا په دغه جام کې لومړنی او په نړیوال شل اووریز کرېکټ کې د شیفرډ دویم هېټرک و.
د دې سیالۍ ټاس د وېسټ اېنډیز لوبډلمشر شای هوپ وګاټه او لومړی یې توپوهنه انتخاب کړه.
وېسټ اینډیز په ټاکلو شل اوورنو کې د کیڼلاسي توپوهونکې شمېرون هټمایر د ۶۴ چټکو منډو په مټ د ۵ لوبغاړو سوځېدو سره ۱۸۲ منډې وکړای شوې.
هټمایر ۶ شپږیزې او دوه څلوریزې ووهلې. پر هغه سربېره پیلیز توپوهونکي برانډون کېنګ ۳۵ او شیرفېن راترفورډ ۲۶ منډې وکړې.
د سکاټلنډ براډ کوري د وېسټ اینډیز دوه لوبغاړي وسوځول.
په توپ وهنه کې د سکاټلنډۍ لوبډلې د سر درې لوبغاړي یو بل پسې ژر وسوځېدل.
وروسته که څه هم ریچي بېرېنګټون او ټام بروس د ۷۸ منډو نسبتآ اوږده ملګرتیا وکړه، خو خپله لوبډله یې له ماتې ونه شوه ژغورلی. بېرینګټون ۴۲ او بروس ۳۵ منډې وکړای شوې.
د وېست اینډیز روماریو شیفرډ ۵ او جاسون هولډر ۳ سکاټلنډي لوبغاړي وسوځول.
د وېسټ اینډیز او سکاټلنډ تر سیالۍ ور مخکې نن د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پاکستان نیدرلنډز ته په ۳ وېکټو ماته ورکړې وه.
د پاکستان او نیدرلنډز د لوبې ټاس پاکستاني لوبډلمشر سلمان اغا وګاټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د نیدرلنډز لوبدلې د شلم اوور په پنځم توپ د وروستي لوبغاړي له سوځېدو سره ټولټال ۱۴۷ منډې وکړای شوې.
د نیدرلنډز لوبډلمشر سکاټ ایډوارډز ۳۷ او باس دې لېډه ۳۰ منډې وکړې، چې تر نورو ډېرې وې.
په توپ اچونه کې بیا د پاکستان سلمان میرزا ۳ لوبغاړي وسوځول.
پاکستان د ۱۴۸ منډو ورکړ شوی هدف داسې حال کې پوره کړی، چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي او یوازې درې توپونه پاتې وو.
د پاکستان اووم لوبغاړی داسې مهال وسوځېد چې لوبډلې یې د سیالۍ ګټلو لپاره په ۱۷ توپونو ۳۴ منډو ته اړتیا درلوده.
خو وروسته فهیم اشرف په ۱۱ توپونو د ۳ شپږېزو او ۲ څلوریزو په مټ ۲۹ چټکې منډې وکړې او لوبه یې د خپلې لوبډلې په ګټه وڅرخوله.
پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې (۴۷) منډې پیلیز توپوهونکي صاحبزاده فرحان وکړې.
پاکستان او نیدرلنډز له هند، نامیبیا او امریکا سره د نړویوال جام په اې ګروپ لوبېږي.
پاکستان لپاره د دې لوبې ګټل ځکه ډېر اړین وو چې له هند سره یې د نړیوال جام ګروپي سټېج کې د پلان شوې سیالۍ نه کولو پرېکړه کړې ده.
دا پرېکړه نړیوال جام کې مخکې تګ لپاره د پاکستانۍ لوبډلې پر پوانیټونو او رنرېټ مستقیمه اغېزه پرې باسي.
سري لنکا: پاکستان دې له هند سره د نه لوبېدو پر پرېکړه بیا غور وکړي
شري لنکا چارواکو پاکستان کرېکټ بورډ ته یو لیک استولی او ترې یې غوښتي یې دي چې له هند سره د لوبې نه کولو خپله پرېکړه بېرته واخلي، ځکه په وینا یې دا لوبه د شل اوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو برخه ده.
دا سیالي چې په نړیوال کرېکټ کې ډېره مهمه او تر ټولو ګټوره لوبه بلل کېږي، ټاکل شوې ده د فبرورۍ پر ۱۵مه د سري لنکا پلازمېنه کولمبو کې ترسره شي، خو پاکستان حکومت ویلي ملي لوبډله به یې د ګروپ اې دا لوبه و نه کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر پنجشنبه وویل، دا پرېکړه له بنګله دېش سره د "ملاتړ" لپاره شوې، ځکه د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د بنګله دېش هغه غوښتنه رد کړه چې غوښتل یې د دوی لوبې د هند پر ځای بل چېرې وشي.
بنګله دېش له هند سره د زیاتېدونکو سیاسي ترینګلتیاوو له امله د امنیتي اندېښنو په یادولو سره دا غوښتنه کړې وه، خو ای سي سي مسوولینو وویل هیڅ "باوري امنیتي ګواښ" نه شته.
له هغه وروسته بنګله دېش له دې سیالیو وایستل شو او پر ځای یې سکاټلنډ ته برخه ورکړل شوه. دا سیالۍ د راتلونکې شنبې پر ورځ پیلېږي، چې پاکستان به پکې خپله لومړۍ لوبه د هالنډ پر وړاندې په کولمبو کې ترسره کړي.
تېر کال چیمپینز ټرافي سیالیو کې د ګډون لپاره هند لوبډلې پاکستان ته له سفر کولو انکار وکړ او خپلې لوبې یې متحده عرب اماراتو ته ولېږدولې.
له هغې پېښې وروسته پرېکړه وشوه چې په راتلونکې کې به چې هند یا پاکستان د ای سي سي کومې سیالي کوربه وي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لوبې به په یوه درېیم ځای کې ترسره کېږي.
د هماغې پرېکړې له مخې سري لنکا ته په روانه میاشت کې د هند او پاکستان د لوبې کوربتوب حق ورکړل شو، خو اوس داسې ښکاري چې د دې لوبې د ترسره کېدو احتمال کم شوی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا له پاکستانه غوښتي چې د "دواړو لوریو لپاره د منلو وړ حل لارې" لټون وکړي، خو تر اوسه په دې تړاو کومه هوکړه نه ده شوې.
د دې لوبې لپاره د ټکټونو غوښتنه د شته ټکټونو پرتله ډېره زیاته وه.
ویل کېږي چې هغه لیک، چې د پاکستان کرکټ بورډ ته استول شوی او د سري لنکا د کرېکټ بورډ د مشر شمني سلوا لخوا لاسلیک شوی، پکې د سیالیو د ګډ کوربتوب لپاره تر سره شوي چمتووالي، او دغه راز د سري لنکا او پاکستان ترمنځ د پخوانیو نږدې اړیکو یادونه شوې ده.