جرمني کې څلور تنکي ځوانان د بریدونو پلانولو په شک نیول شوي؛ چارواکي وايي خطر لا هم شته

په جرمني کې د بریدونو د پلانولو په تړاو د څلورو تنکیو ځوانانو له نیولو وروسته چارواکو له اسلامي ډلو سره د تړلو کسانو له خوا د بریدونو په اړه جدي خبرداری ورکړی.

جرمني کې چارواکو ویلي دوه هلکان او دوه نجونې یې د دې احتمالي بریدونو د پلانولو په شک نیولي دي.

جرمني کې څارنوالانو ویلي د نیول شویو دوه هلکانو او دوه نجونو عمرونه د ۱۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي. د دوی په وینا دا کسان د عیسایانو د ایسټر اختر ورځو کې نیول شوي او تر اوسه په توقیف کې دي.

چارواکو ویلي نیول شویو کسانو د بریدونو لپاره د احتمالي موخو په توګه د کلیساګانو او د یهودانو د عبادتځایونو په اړه خبرې کړې دي.

دوی وايي نیول شویو کسانو دا موخې د جرمني په لویدیځ نورتراین ېسټ فالن ایالت کې په پام کې نیولې وې.

ځايي پولیسو ویلي له دې کسانو یې موبایل ټیلیفونونه او د ډیټا زېرمه کولو وسایل تر لاسه کړي دي.

نورتراین ېسټ فالن ایالت کورنیو چارو وزیر هیربیټ راوول د نیولو شویو کسانو په اړه خبري غونډه کې له اسلامي ډلو سره د تړلو کسانو د بریدونو په اړه جدي خبرداری ورکړی.

نوموړي وویل دا ډېره د اندېښنې خبره ده چې ماشومان داسې بریدونو کې د لاس لرلو په شک نیول کیږي.

"غواړم د یوې بلې څېړنې په اړه تاسو ته معلومات درکړم، فکر کوم دا خبره تکراري شوه او په کرار کرار ورسره عادت کیږم، خو زه واقعا په دې اړه له څه ویلو عاجز یم، په ځانګړې توګه کله چې څېړنه د سخت دریځو ماشومانو او ځوانانو پورې اړه ولري."

نوموړي زیاته کړه "دلته خبره د لویانو نه بلکې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ده چې غواړي اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شي، دوی د بریدونو پر پلانونو خبرې کړي دي."

محققینو د نیولو شویو کسانو د پلانونو په اړه څه نه دي ویلي ځکه دوی وايي څېړنې لا روانې دي.

خو د بیلد په نوم یوې مشهورې ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې چارواکي ګومان کوي چې دې تنکیو ځوانانو د پټرولي بمونو او چاقوګانو په کارولو غوښتل داسلامي دولت ډلې په نوم بریدونه وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي چارواکي فکر کوي چې دوی ښايي غوښتل پر عیسایانو او پولیسو بریدونه وکړي او د دې لپاره یې دوسلو تر لاسه کولو په اړه هم فکر کړی.

پر غزې د اسرائیلو د عملیاتو له پیل راهېسې جرمني د تیارسي په حال کې دی. د استخباراتو لوی مشر خبرداری ورکړی چې د داسې بریدونو خطر تر پخوا ډېر دی.

راتلونکې جون میاشت کې د جرمني په کوربتوب د اروپا د فوټبال سیالیو په درشل کې د ترهګریزو پېښو په اړه اندېښنې لا ډېرې شوي دي.