د اسټرالیا په سیډني کې د چړې ګوزارونه؛ پنځه ښځې او یو سړی وژل شوي

رپوټونه وايي، د اسټرالیا سیډني په یوه پلورنځي کې د چړې په ګوزارونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې یو نهه میاشتنی ماشوم هم دی.

د نیو سوت وېلز د پولیسو کمېشنرۍ کرن وېب خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو کې کې پنځه ښځې او یو سړی دی.‌

له دغو مېرمنو یوې یې د ټپونو له کبله روغتون کې سا ورکړې ده او پاتې نورې د پېښې په ځای کې مړې شوې دي.

په بونډي جنکشن کې د ویسټ فیلډ له شاپینګ مرکزه خلک د تېښتې په حالت کې لیدل شوي.

پولیسو په سیمه ییز وخت د سهار له ۱۶:۰۰ بجو مخکې په چړې د وهلو له پېښې سملاسي وروسته د یوه سړي د وژلو اعلان وکړ.

ویډیو کلیپونونو کې د پېښې له‌ ځایه لسګونه پولیس او امبولانس موټرې ښودل شوي او په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو عکسونو داسې ښکاري چې تلفات به ډېر وي.

د نیو ساوت ویلز امبولانس خبري اژانس اې اېف پي خبري اژانس ته وویل چې یو سړی چې باور کیږي برید کوونکی و، د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.

د سیډني د پولیسو مرستیال په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې یوې پولیسې د پېښې ځای ته نژدې بریدګر په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

د اسټرالیا لومړي وزیر کنفرانس کې ویلي، د پولیسو هغه افسر چې له بریدګر سره یې په یوازې ځان مقابله وکړه، یو زړور انسان بللی او ویلي یې دي چې: "هغه یقینا یو اتل دی. په دې کې شک نشته چې هغه په دې کار سره د انسانانو ژوند ژغولی دی."

یوې عیني شاهدې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی یو کس په ټپي حالت کې ولید.

"بیا موږ ولیدل چې دا ټول خلک زموږ په لور روان شول او بیا مو د ډزو غږ واورېد او زما مېړه موږ د اډیرس پلورنځي ته کش کړو او بیا موږ هغه، هلته ښځې د دروازې د بندولو هڅه کوله خو دروازه یې نه شوای بندولی، نو موږ دفتر ته ولاړو، تر هغه هلته وو چې پولیس راغلل او موږ یې وژغورلو."

یو بل تن وویل چې دوی یوه ښځه ولیده چې پر غولي پرته وه.