تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا اېلېنوی کې د چړې برید؛ ۴ کسان وژل شوي ۵ ټپيان دي
د امریکا متحدو ایالتونو په اېلېنوی ایالت کې یوه سړي د چړې په وسیله برید کې لږترلږه ۴ کسان وژلي او ۵ نور ټپيات کړي دي.
په ټپيانو کې د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د راکفورډ سیمې پولیس وايي دا پېښه پر یوه کور له برید وروسته شوې.
پولیسو ویلي پر کور برید په فلورانس سړک شوی، خو کسان بېلابېلو سیمو کې په چړو وهل شوي دي.
د وژل شویو کسانو په اړه ویل شوي چې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ، یوه ۶۳ کلنه ښځه، یو ۲۲ کلن هلک او یو ۴۹ کلن سړی دی.
پولیسو د دې پېښې په تړاو یو ۲۲ کلن مشکوک کس نیولی او اښتنې پوښتنې ترې پیل شوې دي.
تر اوسه مالومه نه ده چې د دې پېښې انګیزه څه ده.
د پولیسو یوې ځايي چارواکې 'ګاري کاروانا' ویلي، یوه ځوانه ښځه چې د چړې ګوزارونو یې لاسونه او مخ ټپي کړي، په رغتون کې بستر ده.
بل ټپي یوه سړی ښودل شوی چې ویل کېږي د دې ښځې ژغورلو لپاره یې مداخله کړې ده.
د راکفورډ د پولیسو مشرې 'کارلا رېډ' ویلي، دوی فکر نه کوي چې په دې پېښه کې دې له نیول شوي کس بل څوک هم ښکېل وي.
هغې زیاته کړې "پر هغو کورنیو له زړه خپه یم چې د خپلوانو د بایللو درد ګالي."
د راکفورډ یوه اوسېدونکي سيبياېس تلویزیون ته ویلي په پېښه کې د پوستخونې یو کارمن هم وژل شوی چې له کلونو راهیسې یې په دې سیمه کې خدمت کاوه.
د امریکا د پوستي خدماتو ادارې هم د خپل یوه کارمن د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د راکفوډ ښاروال ټام مکنمارا د یوه بیان په خپرولو سره پر دې پېښې ژوره خوشینې ښودلې ده.
هغه ویلي، دغه ښار مخکې هم لوړې ژورې کتلې، خو هر ځل تر پخوا پیاوړی راولاړ شوی دی.