تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي پولیس: پر مسلمانه مور او ماشوم د چړې برید ۶ کلن هلک وژل شوی
د امریکا په پلاېنفیلډ ښار کې یو ۷۱ کلن سړی له دې کبله نیول شوی چې یوه ښځه او د هغې شپږ کلن ماشوم یې د دې لپاره چې مسلمانان وو، ظاهرآ د چړې په ګوزارونو وهلي.
په دې پېښه کې ماشوم وژل شوی او مور یې ټپي ده.
پولیسو ویلي د پېښې قربانیان د حماس او اسرائیل ترمنځ د روانې جګړې له کبله په نښه شوي دي.
د جوزېف چوبا په نوم دغه سړی اوس په لومړۍ درجه وژنه، د لومړۍ درجې وژنې په هڅه، د کرکې خپرولو په جرایمو او شدید ټپي کولو تورن شوی دی.
چارواکو رسمآ د دې پېښې د قربانیانو نومونه رسنیو سره نه دي شریک کړي، رپوټونو کې هلک ودیع الفیوم او مور یې حنان شاهین یاده شوې.
ویل کېږي اغلې شاهین په خټه فلسطینۍ ده، لوېدیزې غاړه کې زېږېدلې او ۱۲ کاله مخکې امریکا ته کوچېدلې ده.
پلاینفیلډ شیکاګو ته نږدې پروت دی.
د 'وېل کاونټي' پولیسو حوزې یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شنبې سهار یوې ښځې بېړنۍ شمېرې ته زنګ ور وواهه او ورته ویې ویل چې د کور مالک یې پرې برید کړی.
اعلامیه کې د ښځې له خولې زیاته شوې چې هغه له بریدګر سره تر مقابلې وروسته په تشناب کې پټه شوې ده.
پولیس وايي چې کله د پېښې ځای ته ورسېدل نو ښځه او ماشوم یې په داسې حال کې وموندل چې په سینه او د بدن په نورو برخو څو څو ځایه په چړو وهل شوي وو.
پولیسو دوی روغتون ته لېږدولي خو ماشوم وروسته د ټپونو له کبله مړ شوی دی.
په روغتیايي څېړنو کې مالومه شوې چې ماشوم ۲۶ ځایه په چړه وهل شوی وو.
د امریکا - اسلامي اړیکو د شیکاګو مشر احمد رحاب ویلي، ودیع "له خپلې کورنۍ او ملګرو سره مینه لرله. فوټبال او باسکټبال یې خوښېدل."
د ځايي پولیسو مشر ویلي، په برید کې یوه ۱۲ اېنچه (۳۱سانتي متره) پوځي ډوله چاړه کارول شوې ده.
د ښځې ټپونه هم شدید ښودل شوي خو ډاکترانو ویلي دا تمه ډېره ده چې وبه ژغورل شي.
په اعلامیه کې راغلي چې مشکوک بریدګر په داسې حال کې نیول شوی چې د کور مخ ته ناست و.
ویل کېږي هغه هم له تحقیقاتو وړاندې درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
د لومړنیو څېړنو پر مهال ثابته شوې چې دا پېښه په منځني ختیځ کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له کبله شوې او دا مور او ماشوم ځکه په نښه شوي چې مسلمانان دي.
د یادونې ده چې د فلسطین حماس غورځنګ تېره اوونۍ پر اسرائیل ناڅاپه برید وکړ چې تر اوسه په کې د ۱۴۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی.
اسرائیلي ځواکونو تر هغې وروسته پر غزې ځوابي هوايي بریدونه پیل کړي چې تر اوسه پکې د ۲۴۵۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی او ویل کېږي شاوخوا ۱۰۰۰ نور ښايي بریدونو کې تر نړېدلو ودانیو لاندې ایسار وي.