تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې ملاتړ: ګڼو اسلامي هېوادونو کې احتجاجونه شوي
سلګونه ايرانيان غزه کې د فلسطينيانو په ملاتړ لارو کوڅو ته وتلي وو. داسې حال کې چې مشرانو یې د حماس بريدونو ستاینه کړې، هر ډول لاسلرنه یې په کې په چټکۍ رد کړې ده. امريکا وايي لا تر اوسه یې داسې نښې نه دي ليدلې، چې ايران دې د دغو بریدونو تر شا وي.
پاکستان کې هم مذهبي ګوندونو نن د دغه هېواد لروبر د احتجاجونو غږ کړی و. پېښور کې هم يو شمېر خلکو د جمعې له لمانځه وروسته احتجاج کاوه.