تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا کېنزاس ښار کې ډزې؛ یو کس وژل شوی ۲۱ ټپيان دي
د امریکا د میزوري ایالت په کېنزاس ښار کې د ډزو پېښه کې لږترلږه یو کس وژل شوی او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
ډزې د امریکايي فوټبال اتلولیو (سوپر بول) پایلوبه کې د 'کېنزاس سیټې چیفز' لوبډلې د بریا د خوښۍ جشن او پرېټ کې شوې دي.
په ټپيانو کې ۹ ماشومان هم شامل دي، خو د رغېدو ډاډ یې ورکړ شوی دی.
چارواکو ویلي د اتو ټپیانو چې ژوند یې له خطر سره مخامخ و، عاجله درملنه شوې.
د اوو نورو کسانو ټپونه هم داسې بلل شوي چې د مړینې لامل ګرځېدای شول.
ډزې د کېنزاس سیټې د اورګاډو 'یونین تمځای' مخې ته شوې. دغلته زرګونه کسان د دغه جشن لیدو لپاره راټول شوي وو.
پولیس وايي، د دې پېښې په تړاو یې درې مشکوک کسان نیولي دي.
ځايي رسنیو ویلي چې د چیفز لوبډلې لوبغاړي لا پر سټېج موجود وو، چې د لومړیو ډزو غږونه واورېدل شول.
د ډزو له کبله هله ګوله رامنځته شوې او خلکو هڅه کوله چې سرونه خوندي کړي.
د کېنزاس ښاروال 'کوېنټن لوکاس' او د هغه کورنۍ هم په دغه جشن کې برخه اخیستې وه.
هغه وروسته یوه خبري کنفرانس ته وویل: "زه مې له ښځې سره هلته وم. مور مې هم راسره وه. دا فکر مې نه کاوه چې نن به موږ د چیفز له لوبغاړو، مینوالو او سلګونو زره نورو کسانو سره دې ته اړ کېږو چې د سر خوندي کولو لټه دې وکړو."
د کېنزاس د پولیسو مشرې سټېسي ګراوېس ویلي، افسرانو تر ډزو سملاسي وروسته اقدام کړی او د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې کسان هم لاس په کار شوي.
چارواکي وايي د دغه جشن او مراسمو د امنیت ساتنې لپاره له وړاندې له ۸۰۰ ډېر پولیس موجود وو.
اغلې ګراوېس وویل، ټولټال ۲۲ کسان په ډزو لګېدلي وو، چې یو ترې مړ شوی.
د دې پېښې په تړاو د دریو کسانو د نیول کېدو خبر هم هغې ورکړی دی.
یوې ځايي راډیويي شبکې ویلي، په دې پېښه کې د دوی یوه 'ډيجی' لیزا لوپېس وژل شوې ده.
چارواکي وایي، ټپیان په سیمه کې دریو جلا روغتونو ته لېږدول شوي دي.
د قانون نافذونکو ادارو یوې سرچېنې د بيبيسي امریکايي شریک سيبياېس نیوز ته ویلي، داسې ښکاري چې ډزې دې تر یوې شخړې وروسته شوې وې.
پولیس د دې پېښې د انګیزې مالومولو لپاره د فیزیکي او ډیجیټلي شواهدو په راغونډولو بوخت دي.
دوی له عیني شاهدانو غوښتي چې د مالوماتو همکاري ورسره وکړي.