عراق کې پر یوې ایرانۍ پلوه ملېشې برید شوی؛ اسرائیلو یو ځل بیا رفح کې پر عملیاتو ټینګار کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
عراق کې له نامعلوم ځایه پر یوې ایرانۍ پلوه ملیشې حمله شوې، چې د پړې " ګوته یې اسرائیل ته نیول کېږي." د عراق پوځ وايي، چاودنې یو کس وژلی او اته نور یې ټپیان کړي دي.
دا پوځي مرکز د کالسو په نوم یادېږي او د پلازمینې بغداد سویل لور ته په پنځو کیلومترۍ کې پروت دی.
دا برید داسې مهال کېږي چې اسرائیل د ایران د برید غبرګون کې د غچ اخېستلو ګواښ کړی او په تېر کې یې هم ایراني پلوې ملیشې په نښه کړي دي.
که څه هم د عراق پوځ ویلي له برید وړاندې هیڅ ډرون یا جیټ الوتکې سیمه کې نه دي لیدل شوي، خو فرانس پریس خبري اژانس د دوه امنیتي سرچینو په حواله چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي، دا چاودنه د یوه نامعلومه هوايي برید پایله کې شوې ده.
د ملي پاڅون ځواک په نوم دې ملیشې چې مرکز کې یې چاودنه شوې، یوه بیان کې د شمېر له ښودلو پرته یوازې د څو تنو د ټپي کېدو او د یو څه مالي زیان د اوښتو خبر ورکړی دی.
فرانس پریس بیا د عراق د کورنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله رپوټ ورکړی چې برید کې د یادې ملیشې موټر او وسلې په نښه شوي دي، دې سرچینې د شنبې په سهار وویل په سیمه کې تر یوه اوږده وخته اور لا بل و او د پېښې د قربانیانو د راوېستلو هڅې کیدې.

عراق کې د ملي پاڅون څو ملیشه ډلې فعالې دي چې ایران یې ملاتړ کوي او عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر وړاندې د جګړې لپاره رامنځته شوي دي.
عراق کې د یوې ایرانۍ پلوې ملیشې مرکز کې دا چاودنه داسې مهال رامنځته کیږي چې د جمعې په شپه د ایران په اصفهان د یوې پوځي هوايي اډې په شاوخوا کې د چاودنې غږ واورېدل شو. ویل کیږي دا د اسرائیل برید وو چې د ایران د پراخ هوايی برید په غبرګون کې یې کړی.
پر اصفهان له برید وروسته د ایران نسبتا نرم غبرګون داسې هیلې رامنځته کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به شخړه نوره نه پراخېږي. ځینو ایراني چارواکو د غچ نه اخېستلو اشاره هم کړې ده.
د نړۍ مشرانو هم له دواړو هېوادونو غوښتي چې د شخړې له پراخولو ډډه وکړي او له زغمه کار واخلي.
په تېر کې اسرائیلي ځواکونو په سوریه، لبنان او نورو سیمو کې ایران پلوه وسله والې ډلې په نښه کړي دي. درې اونۍ وړاندې دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وشو چې وروسته بیا د روانې ترینګلتیا پیلامه شوه.
دې برید کې د ایران د انقلابي ګارډ د وه لوړ پوړو افسرانو په ګډون څو تنه ووژل شول، په غچ کې یې ایران پر اسرائیل د توغندیو او ډرون بېساری برید وکړ.
غزه کې د اسرائیلو بریدونه او پر رفح د پوځي عملیاتو ټینګار

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیلي ځواکونو په تازه برید چې تېره شپه یې پر رفح کړی لږ تر لږه اته کسان وژل شوي چې څلور یې ماشومان دي. د غزې په منځنۍ برخه کې یې پر نصیرات پنډغالي هم هوايي برید کړی.
اسرائیلو ګواښ کړی چې پر رفح به ځمکني عملیات هم کوي.
د امریکا په ګډون د اسرائیل نورو متحدینو له اسرائیل غوښتي چې پر رفح له ځمکنیو عملیاتو ډډه وکړي، خو تر اوسه یې دې غوښتنو ته غوږ نه دی نیولی.
د رفح اوسېدونکی چې ابراهیم سبیته چې تازه له غزې مصر ته تللی بي بي سي ته ویلي، د رفح اوسېدونکي د اسرائیلو د شونو ځمکنیو عملیاتو له امله په وېره او اندېښنه کې دي.
دی وايي "موږ ټول د ځمکنیو عملیاتو په اړه ډېره اندېښنه لرو. کله چې موږ په شمال کې په شفا روغتون او خان یونس کې ولیدل نو موږ پوهیږو چې ځمکي عملیات په څه مانا دي. له همدې امله موږ ډېره وېره لرو ځکه د عملیاتو پایلې مو ولیدلې. رفح کې ډېر لوی شمېر خلک اوسېږي، دوی یوازې خیمې لري که د یوې ډبرې ګوزار هم پرې وشي نو لږ تر لږه سل کسان به ووژل شي."
رفح کې نږدې یو میلیون کسان اوسېږي چې ډېر یې د غزې شمال کې د اسرائیلو د عملیاتو له پیل سره سم را کډه شوي دي.











