پر اسرائیل له برید وروسته اروپايي ټولنه پر ایران بندیزونه سختوي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, هنا ریټشي
- دنده, بي بي سي
پر اسرائیل د ایران له بریدونو وروسته اروپايي ټولنې منلې چې د ایران پر توغندي او ډرون تولیدونکو به بندیزونه نور هم وغځوي.
د اروپايي شورا مشر چارلس مېشل په دې هکله وايي: ''دا ډېره مهمه ده، چې د ایران منزوي کولو لپاره هر څه وکړل شي.''
د یادونې ده، چې په اوکرایین جګړه کې د کارولو لپاره پر روسیې د ایران ډرون پلور مسئالې لړ کې اروپايي ټولنې له مخکې پر ایران یو لړ بندیزونه لګولي دي.
بل لور امریکا متحدو ایالتونو هم داسې اشارې څرګندې کړې، چې راتلونکو ورځو کې به له خپل لوري پر ایران نور بندیزونه ولګوي.
د تېرې شنبې پر ورځ پر اسرائیل د ایران له مخامخ برید وروسته په برسلز کې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو استازو خپله لومړنۍ غونډه کې پر ایران د نویو بندیزونو لړ کې هوکړه وکړه.
د یادونې ده، چې ایران په هغه برید کې له ایران، عراق، سوریې او یمن نه د توغندیو او ډرون له ۳۰۰ ډېر ګوزارونه وکړل، چې ډېری یې د اسرائیل او متحدینو له لوري هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یوړل شول.
ایراني چارواکو ویلي و، دا برید یې په سوریه کې د اپریل پر لومړۍ نېټه دې هېواد پر کونسلګري د هغه هوايي برید په ځواب کې کړی، چې ګومان کېږي اسرائیل کړی او ۱۳ کسان پکې وژل شوي وو.
اسرائیل چې تر اوسه یې یوازې دیپلوماتیک غبرګون څرګند کړی، د ایراني برید ځواب ورکولو احتمال نه دی رد کړی. بل لور د نړیوالې ټولنې مشران په منځني ختیځ کې د کړکېچ پراخېدو مخنیوي لپاره پرلپسې د زغم غوښتنه کوي.
اسرائیل له خپلو متحدینو غواړي، چې د ایران پر توغندیز پروګرام بندیز ولګوي او دغه راز د سپاه پاسداران انقلاب په نامه ځواک چې په ایران کې له پراخ سیاسي او پوځي ځواکه برخمن دی، یوه ترهګره ډله وبولي.
خو دا داسې څه دي، چې که څه هم امریکا له مخکې دا چاره کړې، خو اروپايي ټولنې او بریتانیا تر اوسه پورې نه ده کړې.
اروپايي ټولنې په ایران کې د بشري حقونو وضعیت، اتومي پروګرام پراختیا فعالیتونو او په اوکرایین جګړه کې د روسیې د پوځي مرستې له کبله د ایران پر ضد ځینې اقدامات کړي دي.
د ایران پر ضد د امریکا نویو احتمالي بندیزونو په هکله د خبرو پر مهال پر پنجشنبه د امریکا متحدو ایالتونو مالیې مرستیال وزیرې وویل، د ایران ترهګرۍ مالي ملاتړ مخنیوي لپاره ټول اختیارات په پام کې نیول شوي دي.
نوموړې اشارتاً وویل، چې د ایراني تېلو صادرات هم داسې څه کېدای شي، چې واشنګټن یې ښايي په نښه کړي. هغې وویل: څرګنده ده ایران یو څه تېل صادروي.
ښايي داسې نور څه وي، چې موږ یې وکړو. وروسته بیا د امریکا ملي امنیت شورا سلاکار جېک سولیوان په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایران توغندیز، ډرون پروګرامونه او سپاه پاسداران ځواک هم داسې څه دي، چې په پام کې به نیول کېږي.











