اسرائیل وايي ایران به مناسب وخت کې د برید بیه پرې کړي؛ تهران: د اسرائیل بل برید ته به ځواب لا توند وي

ایران

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د اسرائیل د جګړې کابینې یوه وزیر 'بني ګانتز' ویلي، ایران به په مناسب وخت کې پر اسرائیل د تېرې شپې د بریدونو بیه پرې کړي.

هغه یوه اعلامیه کې ویلي "موږ به یو سیمه ییز اېتلاف رامنځته کړو، او ایران به په داسې وخت او بڼه بیه پرې کړي، چې موږ لپاره مناسبه وي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران بېلابېلو پوځي او سیاسي مشرانو پر اسرائیل د تېرې شپې له برید وروسته ګواښ کړی چې که دغه هېواد بیا پرې برید وکړي، نو د دوی غبرګون به ورته تر تېرې شپې څو برابره پراخ، توند او ځواکمن وي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي ویلي "د یرغلګر تنبیه چې د ایران د مشر رښتیني ژمنه وه" عملي شوه.

هغه زیاته کړې چې که اسرائیل او ملاتړي یې بیا "بې باکه چلن ښکاره کړي، پریکنده او څو برابره دروند ځواب به ترلاسه کړي."

اسرائیل وايي ایران د تېرې شپې برید کې له ۳۰۰ ډېر چاودېدونکي ډرونونه، کروز او بالېستیک توغندي کارولي و.

اسرائیلي چارواکي ویلي، دغه برید تر هغې ډېر پراخ و چې دوی یې انتظار درلود، خو بیا یې هم ۹۹ سلنه ورتوغول شوي ډرونونه او توغندي د دفاعي سیستمونو په مټ شنډ کړي دي.

اسرائیل

د عکس سرچینه، EPA

ایران اسرائیل په رسمیت نه پېژني او "صهیونیستي رژیم" یې بولي.

د ایران ولسمشر د تېرې شپې بریدونه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید ته "مشروع دفاعي" غبرګون بللی.

ښاغلي رییسي خپل پیغام کې دا هم ویلي، چې دمشق کې یې پر کونسلګرۍ له برید راوروسته تېرو لسو ورځو کې ټول سیمه ییز او نړیوال امکانات وکارول چې پر دغه ګام د امنیت شورا د چپ پاتې کېدو خطر ته پام ور واړوي.

خو د نوموړي په وینا "امنیت شورا د امریکا تر نفوذ او اغېزې لاندې د خپلو دندو په عملي کولو کې پاتې راغلې."

د ایران د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي بیا ګواښ کړی چې که اسرائیل پرې تر دې وروسته د نړۍ هر ځای برید وکړي، دوی به یې نیغ په نیغه له خپلې خاورې وولي.

ښاغلي سلامي ویلي "نوې معادله مو جوړه کړې، که اسرائیل تر دې وروسته زموږ په ګټو، زموږ پر شتمنیو او زموږ پر شخصیتونو برید وکړي، موږ به یې [نېغ په نېغه] له ایران هدف وګرځوو."

هغه زیاته کړې چې پر اسرائیل د تېرې شپې د ډرون او توغندیو بریدونه په مناسب زماني واټن ترسره شول چې د اسرائیل، امریکا او فرانسې دفاعي سیستمونه یې کم اغېزې کړل.

کلکه څپېړه

ایران

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، تهران کې پر دغه تبلیغاتي بېلبورډ په عبري ژبه لیکل شوي "راتلونکی برید به مو د جعلي هېواد په پای ته رسېدو تمام شي."

د سپاه پاسداران مشر ویلي، "موږ محدود عملیات ترسره کړل" خو "زموږ له تمې زیات بریالي" وو.

ښاغلي سلامي هممهاله دا خبرداری هم وکړی چې که اسرائیل "هر ډول غبرګون وښيي" د ایران ځواب به تر دې لا ډېر سخت وي.

د ایران د استازو جرګې مشر محمدباقر قالیباف هم همدا خبره کړې.

هغه ویلي، چې د اسرائیل او د دغه هېواد د متحدانو بل برید ته به ایران ځواب تر دې لا توند وي.

ښاغلي قالیباف زیاته کړې، دښمن ته د "ایران د خلکو څپېړه کلکه او درس ورکوونکې" وه او دا چې د خلکو زړونه یې "خوشاله کړل."

نوموړی وايي، که له اسرائیل او متحدانو یې "بله تېروتنه وشي، د ایران ځواب به لا سخت وي."

د اسرائیل غبرګون

;H

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو د جګړې کابینې غونډه پیل کړې او د دې کابینې یوه وزیر 'بني ګانتز' ویلي چې ایران به په مناسب وخت کې پر اسرائیل د برید بیه پرې کړي.

لا ډېره روښانه نه ده چې د اسرائیل غبرګون به څنګه او په کومه کچه وي.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ په زغرده وویل چې د تهران احتمالي برید بې ځوابه نه پرېږدي او بېرته به د ایران خاوره کې دننه برید وکړي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران له بریدنو وروسته ویلي، "په ګډه به یې وګټو" چې شاره یې ظاهرآ امریکا او خپلو لویدیزو متحدانو ته ده.

یوه اسرائیلي چارواکي هم نیویارک ټایمز ته ویلي چې د اسرائیل له لوري هر ډول ځواب به له متحدینو سره له سلا مشورې وروسته ورکول کېږي.

هممهاله سي اېن اېن تلویزیون د سپینې ماڼۍ د یوه جګپوړي چارواکي له خولې رپوټ ورکړی، چې ولسمشر بایډن د اسرائیلو لومړي وزیر ته په تیلیفوني خبرو کې ویلي چې امریکا به پر ایران احتمالي ځوابي برید کې برخه وانخلي.

بلخوا د نړۍ ډېرو مشرانو د منځني ختیځ وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې د کړکېچ له سترېدو دې ډډه وشي.