د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې دغه مشر زیاته کړې، د ایران پر اټومي تاسیساتو برید به "بوږنوونکی ګام وي " او د ده په وینا، ډاډه نه دی چې دا کار به څومره "اغېزمن" ثابت شي، په داسې حال کې چېایران دغه زېرمې تر ځمکې لاندې جوړې کړې دي.
ښاغلي عبدالله لیکلي چې "اسرائیل په غزه کې له
خپلو جنایتونو د نړۍ د عامه افکارو د پام اړولو او په کور دننه د مخالفینو خاموشه کولو
په خاطر پر دغه غیر مسوولانه عمل لاس پورې کړی دی."
نوموړي زیاته کړې: "د ايران اسلامي جمهوريت پر
خاوره هر ډول برید او تيری سيمه لا زيات کړکېچ او جګړو ته ور ټېل وهي، او اوسنی کړکېچ
او سيمه یيزه او نړيوال بې ثباتي لا زیاتوي".
د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مخکیني مشر
دا څرګندونې داسې مهال مخ ته راغلي چې ایران تر اوسه په اصفهان کې د اسرائیل د تېرې
شپې برید رسمآ نه دی تایید کړی او اسرائیل هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
ډاکتر عبدالله ټینګار کړی چې د ایران او اسرائیل
ترمنځ روان او نور سیمه ییز کړکېچونه باید له سوله ییزو او دیپلوماتیکو لارو هوار
شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
ایران کې د اسرائیل خلاف لاریون
د عکس سرچینه، Reuters
سلګونو کسانو د ایران پلازمېنه تهران او څو نورو ښارونو کې نن د جمعې
تر لمانځه وروسته د اسرائیل خلاف لاریونونه کړي دي.
دوی د ایران، فلسطين او د لبنان د حزبالله غورځنګ بیرغونه پورته کړي وو او د
اسرائیل خلاف یې شعارونه ورکول.
ځینو لاریونوالو د ایران د مذهبي مشر ایتالله علي
خامنهای او همدا راز د ایران د اسلامي انقلاب د مشر روحالله خمیني انځورونه هم
لېږدول.
هغه د جمعې پر سهار رسنیو ته ویلي "فعلآ زموږ موخه
د کړکېچ مخنیوی دی او دا به مو د هڅو اصلي برخه وي. موږ له خپلو ټولو دوستانو او متحدانو
سره په دې اړه خبرې کوو او له هغوی سره به په دې تړاو همکاري وکړو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
نن (جمعه) سهار وختي مهال د ایران په اصفهان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوې دي. د خواله رسنیو ځینو کاروونکو دغه وېډیوګانې خپرې کړې چې د چاودنو غږونه په کې اورېدل کېږي. امریکايي سرچینې وايي، اسرائیلو پر ایران توغندیز برید کړی، خو ایران بیا وايي درې ډرون الوتکې یې وېشتلي او حالت "عادي" ښيي. اسرائیل تر اوسه چوپه خوله دي او په رسمي ډول یې څه نه دي ویلي، خو تېرو ورځو کې یې بیا بیا ویلي و چې د "غچ اخیستو" برید به کوي.
تهران کې ورځنی ژوند
د عکس سرچینه، Getty Images
ایرانۍ رسنۍ او چارواکي د
دغه هېواد په اصفهان او تبریز کې د اسرائیل لخوا د بریدونو اړوند رپوټونه کم
اهمیته ښيي. یو شمېر ایراني چارواکي ادعا کوي چې له بهره هېڅ برید نه دی شوی او
دا چې د چاودنو غږونه اصفهان کې د دوی دفاعي سیستم لخوا پر څو کوچنیو ناپېژانده
شیانو د ډزو وو. له تهرانه خپرو شویو عکسونو کې هم ښکاري چې دغلته ورځنی ژوند په
عادي ډول دوام لري.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپايي کمېسیون مشرې لخوا د زغم غوښتنه
د عکس سرچینه، Reuters
د اروپايي کمېسیون مشرې 'اورسولا
اون ډېر لیان' له ایران، اسرائیل او د دغه هېواد له متحدانو غوښتي چې د کړکېچ له
زیاتولو ډډه وکړي.
هغې نن سهار د فنلنډ د لاپنرانتا
ښار هوايي ډګر کې په داسې حال کې چې د دغه هېواد لومړي وزیر 'پتروی اورپو' هم
ورسره وو، خبریالانو ته وویل "په بشپړ ډول اړینه ده چې سیمه باثباته پاتې شي
او ټولې خواوې له نورو اقداماتو ډډه وکړي."
تر دې مخکې د فرانسې بهرنیو
چارو وزارت هم یوه اعلامیه کې له ټولو خواو غوښتي وو چې سیمه کې د کړکېچ له ډېرولو
ډډه وکړي.
عمان اسرائیل ته منتسب برید وغانده
د عمان بهرنیو چارو وزارت
یوه اعلامیه کې په "سیمه کې د اسرائیل پرله پسې بریدونه" غندلي دي.
عمان منځني ختیځ کې د یوه
منځګړي په توګه هڅه کوي چې سیمه کې کړکېچونه پراخ نه شي.
د اسرائیل لخوا پر ایران د ځوابي برید
رپوټونه داسې مهال ترلاسه شوي چې د ایران د اټومي مرکزونو
د امنیت او خوندیتابه ځواک قومندان احمد حقطلب تېره ورځ ویلي وود اسرائیل له اړخه "د هر ډول ګواښ مقابلې ته چمتووالی" لري
او دا چې د هېواد "اټومي مرکزونو یې خوندي دي."
ښاغلي حقطلب هممهاله دا ګواښ هم کړی وچې د ایران
پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل احتمالي برید د ایران هستهيي سیاست بدلولی شي.
هغه زیاته کړې وهچې که اسرائیل "زموږ د هېواد پر اټومي
مرکزونو د برید کولو له ګواښه پر ایران د فشار راوړلو لپاره د وسیلې په توګه ګټه واخلي،
نو د ایران اسلامي جمهوريت په هستهيي سیاستونو او دکتورین او پخوا له اعلام شویو ملاحظاتو
د عدول بیاکتنه محتمله او د تصور وړ" ده.
د ایران د اټومي مرکزونو د امنیت او
خوندیتابه قومندان ویلي، چې هېواد به یې دغه مرکزونه د دفاعي سیستمونو او ډېر
پرمختللو تجهیزاتو په مټ خوندي وساتي.
ښاغلي
حقطلب زیاته کړې، چې که اسرائیل د
ایران په اټومي تاسیساتو برید وکړي، نو تهران به هم ورته ځوابي ګام پورته او د
اسرائیل هستهيي مرکزونه په نښه کړي.