ایران: پر اسرائیل برید کې مو پخوانۍ او کمزورې وسلې کارولي؛ "د اسرائیل برید د ایران اټومي سیاست بدلولی شي"

ایران

د عکس سرچینه، MEHR

د ایران د اټومي مرکزونو د امنیت او خوندیتابه ځواک قومندان احمد حق‌طلب وايي د اسرائیل له اړخه "د هر ډول ګواښ مقابلې ته چمتووالی" لري‌ او دا چې د هېواد "اټومي مرکزونو یې خوندي دي."

ښاغلي حق‌طلب هممهاله دا ګواښ هم کړی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل احتمالي برید د ایران هسته‌يي سیاست بدلولی شي.

هغه زیاته کړې چې که اسرائیل "زموږ د هېواد پر اټومي مرکزونو د برید کولو له ګواښه پر ایران د فشار راوړلو لپاره د وسیلې په توګه ګټه واخلي، نو د ایران اسلامي جمهوريت په هسته‌يي سیاستونو او دکتورین او پخوا له اعلام شویو ملاحظاتو د عدول بیاکتنه محتمله او د تصور وړ" ده.

د ایران د اټومي تاسیساتو د امنیت د خوندیتابه ځواک قومندان د دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د رپوټونو له مخې اسرائیل پر دې فکر کوي چې پر دغه هېواد د ایران د روانې اونۍ برید ته څه ډول ځواب ووايي.

په دې منځ کې د دې احتمال یادونه هم شوې، چې اسرائیل ښايي په ځوابي اقدام کې د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي.

ایران تل ټینګار کړی چې اټومي پروګرام د سوله ییزو اهدافو او د انرژۍ د تولید لپاره په مخ وړي.

په دغه سیاست کې بدلون په دې مانا دی چې ایران د اټومي وسلو د تولید پر لور ګام اخلي.

د سپاه پاسدران د عامه اړیکو دفتر د رپوټ له مخې ښاغلي حق‌طلب د اسرائیل د متقابل برید د احتمال په اړه ویلي، دا ګواښونه نوي نه دي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې اسرائیل مخکې هم د ایران د اټومي صنعت حوزه کې پر "ورانکاره او ترهګریزو کړنو" لاس پورې کړی دی.

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې د ایران بېلابېلو اټومي تاسیساتو کې د چاودنو او ورانکاریو رپوټونه ترلاسه شوي او همدا راز یې د اټومي صنعت پر ساینسپوهانو هم بریدونه شوي‌ دي.‌

د ایران د اټومي مرکزونو د امنیت او خوندیتابه قومندان ویلي، چې هېواد به یې دغه مرکزونه د دفاعي سیستمونو او ډېر پرمختللو تجهیزاتو په مټ خوندي وساتي.‌

ښاغلي حق‌طلب دا ګواښ هم کړی چې که اسرائیل د ایران په اټومي تاسیساتو برید وکړي، نو تهران به هم ورته ځوابي ګام پورته او د اسرائیل هسته‌يي مرکزونه په نښه کړي.

هغه ویلي،‌ چې د اسرائیل اټومي مرکزونه یې مالوم کړي‌ "د مشخصو اهدافو له منځه وړلو لپاره ګوته د ځواکمنو توغندیو په ماشه اېښې ده."

پخوانۍ او کمزورې وسلې

ایران

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د اسرائیل لخوا د ایران یو شنډ شوی بالېستیک توغندی

اسرائیل وايي ایران پر دغه هېواد د یکشنبې ورځې برید کې تر ۳۰۰ ډېر چاودېدونکي ډرونونه، کروز او بالېستیک توغندي کارولي‌ دي.

خو د اسرائیل او امریکا امنیتي‌ چارواکي‌ وايي، د ایران لخوا د توغولو شویو وسلو تر ۹۹ سلنه ډېر یې مخکې تر هغې په هوا کې ویشتلي او شنډ کړي دي چې د اسرائیل خاورې ته ورسېږي.

د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندانۍ په دې تړاو د خبرونو له خپرېدو وروسته ویلي، چې پر اسرائیل یې د "پخوانیو او کمزورو وسلو" په وسیله برید کړی.‌

ایران

د عکس سرچینه، Tasnim

تسنیم خبري‌ اژانس د سپاه پاسدارن د هوايي‌ ځواک قومندان امیر‌علي‌ حاجي‌زاده له خولې ویلي، ایران پر اسرائیل برید لپاره "خرم‌شهر، سجیل، شهید حاج قاسم، خیبرشکن او هایپروسونیک-۲ توغندي" نه دي‌ کارولي.

د سپاه پاسدارن دغه قوماند همدا راز ادعا کړې چې د همدغه کم ځواک په مرسته هم د اسرائیل پر دفاعي سیستم 'غالب' شوي دي.