کیېف له بهر مېشتو اوکراییني نارینه وو غوښتي چې پوځ کې نوملیکنه وکړي

افغانستان

د عکس سرچینه، REUTERS

د اوکرایین د دفاع وزیر روستم عمروف وايي، هغه اوکراییني نارینه چې عمرونه یې له ۲۵ تر ۶۰ کلونو دي او بهر ژوند کوي، ترې وبه غوښتل شي، چې د خپل هېواد په پوځ کې نوملیکنه وکړي.

نوموړي دا د یوې "بلنې" په توګه یاده کړه او زیاتوي چې که څوک یې عملي نه کړي،‌ بندیز به پرې لګول کېږي.‌

خو وروسته بیا د دفاع وزارت یوه ویاند وویل، چې بهر مېشته اوکراییني نارینه په رسمي ډول نه ورغوښتل کېږي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د جګړې لپاره له ۴۵۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو تازه دمي سرتېرو ته اړتیا ده.

نوموړي دا د یوې حساسې موضوع په توګه یاده کړه. دا په داسې حال کې ده، چې د اوکرایین د وروستیو ځوابي بریدونو پرمختګ نه لېدل کېږي.

همدارنګه کیېف د مرستو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. په امریکا کې جمهوري غوښتونکو د ۶۱ میلیاردو ډالرو پوځي مرستو کڅوړه اېساره کړې ده.

له بلې خوا هنګري له اوکرایین سره د اروپايي ټولنې د پنځوس میلیارده یورو په ارزښت مالي مرستو مه ډب کړې ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، REUTERS

د نومبر په میاشت کې د بي بي سي یوې ارزونې ښودلې وه، چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې ۷۶۸ زره نارینه چې عمرونه یې د ۱۸ او ۶۴ ترمنځ دي له اوکرایین څخه بهر ته تللي دي.

په دوی کې هغه کسان شامل نه دي، چې له اروپايي ټولنې بهر مېشته شوي دي او هغه کسان هم شامل نه دي چې د ۲۰۲۲ کال څخه مخکې بهر ته تللي دي.

له دې مخکې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان په برسلز کې ویلي و: " اوکرایین ته یې د نورو پیسو ورکول ویټو کړل. "

هغه مهال اروپايي مشرانو بیا وویل، د مرستو په اړه خبرې اترې به د راتلونکې کال په لومړیو کې بیا پیل شي.

اوکرایین چې د روسي اشغالګرو ځواکونوسره په جګړه بوخت دی، د اروپايي ټولنې او امریکا متحدو ایالتونو مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.

لږ وروسته له هغې چې اروپايي مشرانو په اروپايي ټولنه کې د اوکرايين د غړیتوب په اړه د خبرو د پیل کولو پریکړه وکړه ښاغلي اوربان اوکرایین ته د نورو مرستو ورکولو د مخالفت اعلان وکړ.

هنګري چې له روسیې سره نژدې اړیکي پالي- له پخوا څخه په اروپايي ټولنه کې د اوکرایین د غړیتوب مخالفت کاوه.