د بریتانیا په ټولټاکنو کې میلیونونو کسانو رای اچونه پیل کړې

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

بریتانیا کې نن (پنجشنبه د جولای ۴مه) په ځايي وخت د سهار له ۷ بجو په پارلماني ټاکنو کې د رای اچونې بهیر پیل شوی دی.‌

د بریتانیا لروبر د رایو اچونې له ۴۰ زرو ډېر مرکزونه پرانیستي دي.

په انګلنډ،‌ وېلز، سکاټلنډ او شمالي ایرلنډ کې د ۶۵۰ انتخاباتي حوزو خلک په دغو ټاکنو کې د پارلمان د استازو یا ولسي جرګې نوماندانو ته رایې اچوي.‌

د هرې انتخاباتي‌ حوزې اوسېدونکي د پارلمان د استازو جرګې غړیتوب او خپلې استازولۍ لپاره یو استازی ټاکي.‌

رای مرکزونه به د شپې تر لسو بجو پرانستي وي.

اوسني لومړي وزیر ریشي سوناک او د مخالف کارګر ګوند مشر کیېر سټارمر په خپلو ټاکنیزو حوزو کې رایې کارولې دي.

بریتانیا

د عکس سرچینه، PA MEDIA

د عکس تشریح، لومړي وزیر ریشي سناک په شمالي یارکشیر کې رایه ورکړه
بریتانیا

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د کارګر ګوند مشر کیېر سټارمر او مېرمن یې د لندن شمال کې خپلې رایې وکارولې

رای اچونې لپاره د ټاکل شوي وخت له پای ته رسېدو وروسته رای صندوقونه د رای اچونې له مرکزونو د رای شمېرنې مرکزونو ته لېږدول کېږي او له ځنډ پرته به د رایو شمېرل پیل شي.‌

هر ګوند چې له ۳۲۶ په ډېرو انتخاباتي حوزو کې چې د ولسي یا استازو جرګې تر نیمايي ډېرې څوکۍ کېږي، ټاکنې وګتي،‌ اکثریت ترلاسه کوي او راتلونکی حکومت به جوړوي.

بریتانیا کې وروستۍ ټولټاکنې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې شوې وې.

پایلې کله او څنګه اعلانېږي؟

انتخابات

د عکس سرچینه، Reuters

ټاکلې چې د لومړنیو پایلو اعلان د شپې له ۱۱:۰۰ بجو پیل او د سبا (جمعې) سهار تر ۹:۰۰ تر ډېره روښانه شي.

د رای شمېرنې بهیر له پای ته رسېدو او د پایلو تر مالومېدو وروسته پاچا د هغه ګوند له مشره، چې د استازو جرګې ډېرې څوکۍ یې ګټلې وي، غواړي چې لومړی وزیر شي او خپل حکومت جوړ کړي.

د هغه ګوند مشر چې په استازو جرګه کې دویم ستر اکثریت لري، د اپوزیسیون مشري‌ کوي.

ټاکنې

د عکس سرچینه، JOE BERRY

که یو ګوند هم د پارلمان د استازو جرګې تر نیمايي د ډېرو څوکیو په خپلولو بریالی نه شي، نو د ډېرو څوکیو ګټونکی ګوند به یا له بل ګوند سره اېتلافي حکومت جوړوي، یا به د اقلیت حکومت په توګه فعالیت کوي.‌

دا په دې معنی ده چې واکمن ګوند به په استازو جرګه کې د قوانینو تصویب لپاره د نورو ګوندونو په ملاتړ متکي وي.

د بریتانیا سږنیو ټولټاکنو ته هم ډېر نوماندان د سیاسي ګوندونو له اړخه درېدلي، خو ځینې خپلواک نوماندان هم شته دی.

په بریتانیا کې د حکومتونو دوره ۵ کلنه وي او اوسنی حکومت به د قانون له مخې د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ دوام کوي.‌