تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د واده پر ورځ د یوې ناوې وژنه
یوه ورځ وروسته د سوني واده کېدونکی و. هغې په نکریزو خپل لاسونه هم سره کړي وو.
خو ناڅاپه دا ناوې ورکه شوه. کرۍ شپه ولټول شوه، د هغې ورور هېڅ معلومات تر لاسه نه کړل او سبا سهار یې یو غمجن خبر ترلاسه کړ.
سوني وژل شوې وه او د هغې مشکوک قاتل هغه کس و چې نوم یې د هغې په لاس لیکل شوی و.
دا قتل د هند ګجرات ایالت په بهاو نګر سیمه کې شوی، هلته چې د واده په ورځ د ناوې د وژنې په تور یو مشکوک نیول شوی دی.
عجیبه لا پکې دا ده چې د سوني واده هم له همدې مشکوک کس سره ټاکل شوی و. د بهاو نګر اصلي اوسېدونکې ۲۲ کلنې سوني راټهور د واده نېټه د نومبر ۱۵مه له ساجن بریا سره ټاکل شوې وه.
د سوني ورور پولیسو ته شکایت کړی او عریضه کې یې لیکلي چې د سوني او راتلونکي مېړه ترمنځ یې د کومې مسلې
ترمنځ لانجه شوې وه او بیا د سوني د ورور په خبره ساجن نومي کس ناوې وتښتوله او هغه یې ووژله.
پولیس وایي، تورن کس چې ساجن نومېږي، له پېښې وروسته دوه ورځې ورک و، خو دوی پیدا او اوس یې نیولی دی.
قضیه څه ده؟
د پولیس په شکایت کې ویل شوي چې ساجن بریا یو له تشدد ډک کس و، چې سوني یې په زوره له ځان سره ساتلې وه. د ځینو راپورونو له مخې، سوني او ساجن اته میاشتې یو ځای ژوند کاوه.
د FIR (لومړنیو شکایتونو) له مخې، د سوني کورنۍ له ساجن سره د هغې د واده پرېکړه کړې وه، خو د واده په ورځ د دواړو تر منځ لانجه رامنځته شوه.
له پولیس سره د وژل شوې سوني ورور وپل راټهور د ثبت کړي شکایت له مخې، هغه په بهاو نګر کې اوسېده او لارۍ یې چلوله.
د هغه خور سوني راټهور له تېرو اتو میاشتو راهیسې له ساجن بریا سره اوسېده. په وروستیو کې د سوني کورنۍ پرېکړه وکړه چې هغه [سوني] له ساجن سره واده وکړي. د واده نېټه وټاکل شوه او بلنه یې هم ورکړل شوه. د واده نېټه د نومبر پر ۱۵مه ټاکل شوې وه. خو یوه ورځ مخکې د سوني او ساجن تر منځ لانجه پېښه شوه او ساجن سوني ووهله، سوني د خپل ورور کور ته ولاړه. د پولیس په شکایت کې ویل شوي چې د سوني کورنۍ هغې ته اجازه ورکړه چې د خپلې نیا کور ته ولاړه شي.
وینلړلی اوسپنیز نل او په لاس د 'ساجن' نوم
د نومبر ۱۴ او ۱۵ مو ترمنځ شپه، شاوخوا دوه بجې، ساجن د سوني کور ته راغی او د سوني کوچنی ورور، سنیل یې ووهه او د سوني په اړه یې پوښتنې پیل کړې.
سنیل د سوني ځای ور وښود. د پولیسو په وینا، کله چې ساجن د سوني د نیا کور ته ورسېد، لومړی یې د سوني پلار وواهه چې هلته موجود و او بیا یې په زور سوني وتښتوله.
د سوني د ورور په شکایت کې ویل شوي چې دوی ټوله شپه هڅه وکړه خپله خور پیدا کړي، خو ونه موندل شوه. سبا سهار نهه بجې یې څرک ولګېد چې د سوني جسد د ساجن په کور کې موندل شوی دی.
کله چې دوی د ساجن کور ته ورسېدل، هلته د سوني جسد رښتیا هم موجود و، چې په سر یې شدید ټپونه وو. د هغې پر مخ او د بدن په نورو برخو هم د ټپونو نښې وې او نژدې یې یو اوسپنیز وینلړلی نل پروت و. د سوني په لاس هم یو ټټو (خال) و چې پرې لیکل شوي و: "زه له ساجن سره مینه لرم."
هغوی سملاسي پولیسو ته د پېښې راپور ورکړ، خو ساجن په هغه وخت کې تښتېدلی و.
د پولیسو مرستیال مشر ار ار سینګل رسنیو ته وویل سوني په اوسپنیز نل وهل شوې وه او د هغې سر له دېوال سره لګېدلی و، چې د هغې د مړینې لامل شوی. د پولیسو په وینا، د ساجن او سوني ترمنځ د نقاب (هغه پرده چې ناوې د واده پرمهال د خپل مخ د ښکلا او حیا لپاره پر سر یا مخ اچوي) او پیسو په اړه لانجه شوې وه.