کرېکټ نړیوال جام؛ امریکا لوبډلې په سوپر اوور کې پاکستاني سیالان هک حیران کړل

ښايي هېچا داسې ګومان نه کاوه، چې پاکستان او امریکا به یوه ورځ کرېکټ لوبه کوي او پاکستان به امریکا ته لوبه بایلي، خو نن پنجشنبه د امریکا په ډالاس کې همداسې وشول.

پاکستان کرېکټ لوبډلې له دې مخکې هم کمزوریو لوبډلو ته لوبه بایللې، خو د کرېکټ شل اووریزو نړیوال جان نننۍ سیالې خورا کمسارې وه او د پاکستان کرېکټ لوبډلې وارخطا فیلډینګ د پاکستان لپاره نننۍ لوبه لا پسې سخته کړه.

د پاکستان تجربه کارې لوبډلې لپاره دا لوبه له دې کبله هم له خورا ډېرې خواشینۍ سره یو ځای وه، چې د امریکا لوبډلې لپاره د ۲۰ اووریزو په نړیوال جام کې دا لومړنۍ لوبه وه، او پاکستان لوبډله په سوپر اوور کې د ۱۹ منډو پوره کولو کې پاتې راغله.

د نننۍ لوبې پچه امریکا لوبډلې وګټله او پاکستان ته یې ته د توپوهنې یا بېټینګ بلنه ورکړه، خو پاکستان په لومړنۍ پاور پلې کې د سر درې وېکټې له لاسه ورکړې.

بابر اعظم او شاداب خان تر یو څه وخته پورې وتوانېدل په میدان کې پاتې شي، خو د دوی دواړو له سوځېدو وروسته د پاڼۍ تر پایه د پاکستان لوبډلې ټولټال ۱۵۹ منډې وکړې.

د دې هدف پوره کولو لپاره امریکا لوبډلې له لومړي سره خورا زړوره لوبه پیل کړه، د پاکستان لوبډلې له تېروتنو ډک فیلډینګ او اضافي منډو د امریکا لوبډلې لپاره هدف ته رسېدل نور هم اسان کړل.

د لوبې په وروستیو اوورونو کې که څه هم پاکستاني بالران محمد عامر، نسیم شاہ او شاہین اپریدی وتوانېدل، د امریکا لوبډلې د منډو ترلاسه کولو بهیر سوکه کړي، خو د حارث روف د وروستي اوور په وروستي توپ څلوریزې د دواړو لوبډلو ټولټال منډو شمېر برابر کړ او د لوبې پایله سوپر اوور ته ووتله.

په سوپر اوور کې امریکا لومړی لوبه وکړه، پاکستان ته یې د ۱۹ منډو هدف وټاکه. د یادونې ده، چې په سوپر اوور کې امریکايي لوبغاړو یوازې لس منډې له بېټه ترلاسه کړې، نورې ټولې منډې د فیلډینګ تېروتنو او یا وایډز بالونو له کبله د امریکا لوبډلې په برخه شوې.

محمد عامر یوازې په سوپر اوور کې درې وایډ توپونه وکړل، چې له یوه نه یې امریکا دوې منډې هم ترلاسه کړې. پاکستان لوبډلې بیا په سوپر اوور کې د یوې وېکټې په زیان ۱۳ منډې وکړې او داسې یوه ماته یې ولیده، چې ښايي ډېره تمه یې نه درلوده.

امریکا لوبډلې له دې مخکې د نړیوال جام په سیالیو کې کاناډا ته هم ماتې ورکړې او پاکستان ته له ماتې ورکولو وروسته په اې ګروپ کې له څلورو پوائنټونو سره لومړی ځای لري.