تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۲۴ کرېکټ شل اوريز نړيوال جام پيل شو؛ امریکا کاناډا ته ماته ورکړه
د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام سيالۍ د امریکا او وېسټ انديز په کوربتوب پيل شوې.
د دغو سياليو لومړنۍ لوبه د کاناډا او امریکا تر منځ د امریکا په ډلېس کې ترسره کېږي.
په سږني نړيوال جام کې د شلو لوبډلو تر منځ چې په پنځو ګروپونو وېشل شوې ټولې ۵۵ لوبې کېږي.
افغانستان هم د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي او لومړنۍ لوبه يې د دې مياشتې پر څلورمه نېټه (سې شنبې) له يوګانډا سره ده.
د نورو ګډونوالو هېوادونو په څېر افغانستان هم خپله ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړې چې مشري به يې راشد خان کوي. په لوبډله کې ۶ الرونډران، څلور توپوهونکي او پنځه توپ اچوونکي غوره شوي دي. دری احتياطي لوبغاړي هم وسره مله دي.
افغانستان لومړی وار په ۲۰۱۰کال په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کړی او سږ یې اووم ځل دی.
دغه نړیوال جام له ۲۰۰۷ راهیسې پیل شوی او دا یې نهم ځل سیالۍ دي.
د تېر ۲۰۲۲ جام اتلولي انګلنډ خپله کړې چې اوس به یې دفاع کوي.
امريکا له کاناډا په اوو وېکټو سيالي وګټله
د ۲۰۲۴ شل اوريز نړيوال جام لومړۍ لوبه د کاناډا او امریکا تر منځ وشوه چې په دې سيالۍ کې امریکا کاناډا ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.
امریکا د پچې له ګټلو سره لومړی مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. کاناډا د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه چې امریکا په ۱۸ اوور کې د يوازې دريو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
دا لومړی ځل دی چې د نړيوال جام سیالۍ په امریکا کې ترسره کېږي او دا هم د دې هېواد لپاره لومړی ځل دی چې په نړيوال جام کې ګډون کوي.
امريکا او کاناډا په الف ګروپ کې ځای لري چې د ايرلنډ تر څنګ د هند او پاکستان په څېر قوي لوبډلې ورسره دي.
د شل اوريز نړيوال لوبو د اصولو له مخې د دې لوبو لومړي پړاو کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره يوه يوه سيالي کوي چې په پای کې به د سر دوې لوبډلې دويم پړاو ته لار ومومي.