تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام؛ څه وخت به څه کېږي؟
د ۲۰۲۴ کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام ډېری سیالۍ به په ویسټ انډیز کې کېږي، خو دا لومړی ځل دی، چې د امریکا متحده ایالتونه به هم د کرېکټ د داسې یوې مهمې لوبې د یو شمېر سیالیو کوربتوب وکړي.
د شل اوریزو کرېکټ نړیوال جام د نهم فصل سیالۍ به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شي، د همدې میاشتې پر ۲۹ مه به پای ته ورسېږي. د سږ کال په سیالیو کې د افغانستان په ګډون ټولټال ۲۰ لوبډلې برخه لري.
د سږ کال په سیالیو کې له هرو پنځو لوبډلو یو ګروپ جوړ شوی، چې په لومړي پړاو کې به خپلمنځي لوبې وکړي. له دې ګروپونو به لومړی او دویم ځای ګټونکې لوبډلې بل پړاو ته ورسېږي او له دې ډلې به څلور لوبډلې وروستي پړاو ته ووځي، چې د دوی تر منځ به له دوو نیمه پایلوبو او پایلوبې وروسته د نړیوال جام ګټونکې لوبډله معلومه شي.
افغانستان به په ګروپ سیالیو کې د جون میاشتې پر څلورمه نېټه له یوګانډا سره خپله لومړنۍ لوبه په پروویډنس یا ګیانا ملي لوبغالي کې کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی لوبغاړی ډووېن براو د راتلونکي نړيوال شل اوریز جام لپاره د ملي لوبډلې د توپ اچونې سلاکار روزونکي په توګه ټاکلی دی. مسوولین وايي، ښاغلی براو به د نړیوال جام له پيل وړاندې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.
د کرېکټ شل اوریزو سیالیو په لړ کې به سږ کال ټولټال ۵۵ لوبې کېږي، چې د ګروپونو په کچه سیالۍ به د جون له لومړۍ تر اتلسمې پورې کېږي. د جون میاشتې له ۱۹ به بیا د سوپر اېټ یا مخکښو اتو لوبډلو سیالۍ پیل شي، چې د جون تر ۲۵ به روانې وي، دوې ورځې وروسته یانې د جون پر ۲۷مه به نیمه پایلوبه او د جون پر ۲۹مه به پایلوبه وشي.
کومې سیالۍ به چېرې کېږي؟
د نیمه پایلوبو یوه سیالي به د ټریناډا په برائن لارا لوبغالي کې کېږي او د دویمې نیمه پایلوبې لپاره بیا د ګیانا پروویډنس لوبغالی په پام کې نیول شوی، چې افغان لوبډله د دې سیالیو لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د یوګانډا له لوبډلې سره پکې کوي.
د شل اوریزو نړیوال جام پایلوبه به بیا د بارباډوس په تاریخي کینزنګټن اوول لوبغالي کې کېږي. د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د قوانینو له مخې باید هره لوبه په درې ساعتونو او ۱۰ دقیقو کې پای ته ورسېږي، چې له دې حسابه باید هره پاڼۍ په یوه ساعت او ۲۵ دقیقو کې بشپړه شي او د ۲۰ دقیقو لپاره به وقفه ورکول کېږي.
د لوبې لومړي شپږ اوورونه به د پاور پلې په توګه لوبول کېږي، یانې د فیلډینګ برخه کې به ځینې قیودات ولري او هره لوبډله به د لوبڅار پرېکړو ننګولو لپاره د دوه ځله بیا کتنې یا ریویو حق ولري.
که د لوبې تر پایه هم ګټونکې لوبډله معلومه نه شي، د سوپر اوور یا شپږ ځله توپ اچوونې له لارې به پرېکړه کېږي او که له دې لارې هم ګټونکې لوبډله معلومه نه شي، همدا سوپر اوور به دویم ځل تکراریږي.