د اوکرایین جګړه: جنګي پیلوټ او دوه نور پیلوټان هوايي پېښه کې وژل شوي

د ویډیو تشریح، د اوکرایین جیټ الوتکې پیلوټ کروز توغندی په نښه کوي

د اوکرایین یو تر ټولو مشهور جنګي پیلوټ او د هوايي ځوانک دوه نور سرتېري په یوه هوايي پېښه کې وژل شوي‌ دي.

اندري پیلچیکوف پر کېیف د څارګرو جنګیالیو مانور کې ګډون کړی و چې د روسیې د یرغل په لومړیو کې ډېر مشهور شوی و.‌

د اوکرایین پوځ ددغو کسانو مړینه "دردناکه او نه جبرانېدونکې" بللې ده او او پیلچیکوف یې یو "ډېر پوه او فوق العاده وړتیا" لرونکی پیلوټ بللی دی.

پېښه د اوکرایین پر شمال اسمان د اېل-۳۹ ډوله روزنیزو الوتکو د الوتنې پر مهال رامنځ ته شوې ده.

څېړنې روانې دي چې ایا د الوتنې د چمتووالي خو به په سمه توګه نه وي مراعات شوي. دا سیمه د پلازمېنې کېیف لوېدیځ کې پرته ده چې د جګړې له لومړۍ کرښې څو سوه مایله واټن لري.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي په شپه کې یو وېډیويي پیغام خپور کړی چې ددغو کسانو مړینه یې پکې تایید کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې "هېڅکله هغه کسان هېر نه کړي چې د اوکرایین د خپلواک اسمان دفاع یې کړې ده".‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

تېر منی کله چې روسیې پر اوکرایین کروز توغندي او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، پیلچیکوف چې د "جوس" په نامه یې الوتنه کوله، بي بي سي‌ ته د یوه مېګ ۲۹ جنګي الوتکې د پیلوټ په توګه د وژونکې وسلې له کارولو مخکې د فشار په اړه وغږېد.

ده وویل: "د کروز توغندیو پسې اخیستلو کې ستاسې دنده دا ده چې پر ځمکه د انسانانو ژوند وژغورئ او ښار ته نجات ورکړئ. که نه توانېږئ، دا یو وحشتناک احساس دی چې یو څوک دې ومري. یو تن ښايي څو دقیقو کې ومري او تاسو یې مخنیوی نه دی کړی".‌

هغه همدا راز د خپلې "عمري" هیلې په اړه وویل چې د اوکرایین له پوځ سره یو ځای کېدل وو.

د پیلچیکوف یوې خپلوانې میلانیا پودولیاک د هغه مړینه د خواله رسنیو پر خپله پانه د انځورونو په خپرولو تایید کړې ده.

دا مړینه او پېښه د اوکرایین لپاره یوه لویه ضایعه ګڼل کېږي، ځکه چې دا هېواد له خپلو ټلوالو څخه د ۶۱ اېف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو ترلاسه کولو ته چمتووالی نیسي چې خپل بریدونه ورسره ډېر کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د پنجشنبې په ورځ، پنټاګون تایید کړه چې په راتلونکې سپتمبر میاشت کې به د اېف-۱۶ جنګي الوتکو د پیلوټانو د عملیاتو لپاره هغوی ته د انګلیسي ژبې د زکړې پروګرام پیل شي او اټکل دی چې د الوتنې روزنه به اکتوبر میاشت کې د امریکا اریزونا ایالت کې شروع شي.

په ورته وخت کې، د اوکرایین نور لوېدیځ ملګري د روانې میاشتې وروستیو کې د اوکرایینیانو د روزنې لپاره چمتووالی یسي.

د اوکرایین د هوايي ځواک ویاند یوري ایهنات په یوه خبرپاڼه کې پر فېسبوک پیلچیکوف ته له درناوي ډک توري لیکلي.

ده ویلي: "یو کال وړاندې امریکا کې اندري له امریکايي چارواکو سره ولیدل، د هوايي ځواک بېړنۍ اړتیاوې یې ورته وویلې، له کلیفورنیايي پیلوټانو سره تل اړیکه کې و او د یوې مدافع ډلې اصلي محرک و."