پر اوکرایین د یرغل غچ؛ هکرانو په روسیې سایبري بریدونه پیل کړي

هکران
د عکس تشریح، د ناپېژانده هکرانو د ۳۰۳ سکواډ یو غړی

هکرانو پر اوکرایین د یرغل غچ کې پر روسیې سایبري بریدونه پیل کړي او هڅه کوي چې په دې توګه روسیه په نښه او پوتین کمزوری کړي.

څو کسانو چې په دې برخه کې فعال دي، بي بي سي سره د خپلو هڅو، تکتیکونو او پلانونو په اړه خبرې کړې دي.

په اوکرایین د برید له پیل راهیسې پر روسیې ګڼ سایبري بریدونه شوي، چې په یلویزیوني شبکو د ناپېژانده هکرانو برید یې ډېر مهم وښودل شو.

دا سایبري برید په یوه لنډه ویډیو کې ثبت شوی چې اوکرایین کې د بمي چاودنو تصویرونه پکې ښکاري او سرتیري پکې د جګړې د وحشت په اړه خبرې کوي.

دا ویډیو د فبرورۍ پر ۲۶ مه خواله رسنیو ته راووته، د ناپېژانده هکرانو د اکونټونو لخوا شریکه شوه چې میلیونونه فالورز لري.

په یوه پوست کې لیکل شوي چې د روسیې دولتي تلویزیوني شبکې د ناپېژاندو هکرانو لخوا هک شوي، چې خلکو ته د اوکرایین د جګړې حقایق خپاره کړي.

دا سټنټ د ناپېژاند هېک ټولې ځانګړتیاوې لري، ډراماتیک، اغېزمن او د انلاین شریکولو اسانه لار.

د دې ډلې لخوا د نورو سایبري بریدونو په څېر د دې منل هم ډېر ستونزمن و. خو د ناپېژانده هکرانو یوه کوچنۍ ډله په دې وتوانېده چې د ۱۲ دقیقو لپاره د ټولو ټلویزیوني خدماتو واک ترلاسه کړي.

لومړني کس چې دا ویډیو یې خپره کړه د دې کار واقعیت تایید کړ.

الیزا امریکا کې اوسېږي خو پلار یې روسی دی، د ټلویزیوني خپرونو له بندیدو سره سم یې هغې ته زنګ وهلی او ویلي یې دي: "خدایه، دوی ریښتیا وايي. ما له هغه وغوښتل چې ویډیو یې ثبت کړي او بیا مې په خواله رسنیو کې خپره کړه."

هغه وايي یوه ملګري یې هم دا پېښه لیدلې ده.

هکران

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسټیل کام روسي شرکت چې د هېک خدمتونه پر مخ وړي د دې غوښتنو او تبصرو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

هکرانو خپل دا عمل توجیه کړی او ویلي یې دي چې روسیه بې ګناه اوکراینیان په ډله ییزه توګه وژني.

دوی دا خبرداری هم وکړی چې "که په اوکرایین کې د سولې د ټینګښت لپاره څه و نه شي، مونږ به پر کرملین بریدونه زیات کړو."

ناپېژاند هکران وايي ګڼې روسۍ ویب پاڼې یې هم تړلې او د حکومت ټول مالومات یې غلا کړي دي خو د رېډ ګوټ سایبري امنیت شرکت شریکه لیزا فورت وايي دا بریدونه تر دې دمه ډېر ابتدایي دي.

هغې ویلي هکران ډېری وخت (ډي ډي او اېس) بریدونو کوي چې سرور پر غوښتنو برلاسی کېږي چې دا نسبتا اسانه کار دی او یوازې د لنډ مهال لپاره ویب پاڼې له لیکي وځي او آفلاین کیږي.

هغه وايي "د ټلویزیون هک کول ډېر په زړه پوری تخلیق دی، زما په اند دا خورا ستونزمن کار دی."

دا بریدونه تر دې دمه د ګډوډۍ او شرم لامل شوي چې سایبري کارپوهان یې پر اوکرایین د برید له پیله په تړاو اندېښمن و.

دوی له دې هم اندېښنه لري چې یو هکر ښايي په ناڅاپي ډول د روغتون کمپیوټر شبکه ویجاړه او مهمې ارتباطي اړیکې پرې کړي.

د سایبري پالیسۍ ژورنال کې ایملي ټیلر وايي"ما هیڅکله داسې څه نه وو لیدلي، دا بریدونه ډېر خطرناک دي، دوی کولای شي تاوتریخوالی زیات کړي یا په ناڅاپي ډول د ملکي کسانو ژوند ته تاوان واړوي."

ناپېژاند هکران کلونه وړاندې په دې اندازه فعال نه وو. رومن چې د سټېنډ فار یوکرایین په نوم د هکرانو د یوې ډلې مشري کوي وايي پر اوکرایین له برید وړاندې یې دې ډلې سره هېڅ اړیکه نه درلوده.

رومن په کیېف کې د خپل آپارتمان له شپږم پوړه کار کوي او د ویب پاڼو، انډرایډ اپلیکېشنونو او ټیلیګرام ربوټونو جوړولو برخه کې خپل ټیم همغږی کوي چې اوکرایین د جګړې هڅو کې مرسته وکړي او د روسیې اهداف هېک کړي.

هکران

د عکس سرچینه، Roman

هغه وايي" زه چمتو یم چې لاړ شم او ټوپک واخلم، خو اوس زه خپل مهارتونه په کمپیوټر کې کاروم، زه په خپل کور کې د خپلو دوو لپټاپونو سره یم او زه د مالوماتي ټکنالوژۍ د مقاومت همغږي کوم."

هغه د خپلو کړنو په دفاع کې ويلي" دا کړنې ناقانونه او ناسمې دي خو تر هغې چې تاسې یا ستاسې کوم خپل ته پکې ګواښ پېښ نه شي."

بله ډله چې د ناپېژانده هکرانو سره یو ځای شوې د پولنډ هکر ټیم دی چې د سکواډ ۳۰۳ په نامه یادېږي، چې په دویمه نړیواله جګړه کې د مشهور پولنډي جنګي سکواډرون په نوم نومول شوې ده.

د دې ډلې یو کس چې ځان یې د دویمې نړیوالې جګړې د پیلوټ جان زومباچ په نوم نومولی، ویلي" مونږ تل ناپېژاندو سره کار کوو او اوس زه خپل ځان د نوم ورکي غورځنګ غړی ګڼم."

هغه نه غوښتل چې عکس یې خپور شي خو د هغه د ډلې یو بل غړي اوکرایني غړي په هیلمټ او ماسک کې خپل عکس خپور کړی او خپل وضعیت یې داسې بیان کړی"د ورځې په جبهه کې له ټوپک سره او شپه د سکواډ/ناپېژاندو سره په هیکینګ کې"

د ویډیو تشریح، د روسيې هکرانو په اړه د بي بي سي یو پخوانی ځانګړی رپورټ

سکواډ ۳۰۳ یوه ویب پاڼه جوره کړې چې خلکو ته اجازه ورکوي چې د روسیې تصادفي ټلیفون شمېرو ته پیغامونه واستوي او دوی ته د جګړې حقیقت ووايي. دوی ادعا کوي چې له ۲۰ میلیون څخه زیات پیغامونه او وټس اپ پیغامونو اسانتیاوې یې برابرې کړي.

نا پیژانده دوه ډلو چې مونږ ورسره خبرې وکړې دا د اوکرایین لپآره د دې ډلې تر ټولو اغېزمن کار وباله.

جان زومبچ ددې پوښتنې په ځواب کې چې دوی څنګه د سکواډ ناقانونه فعالیتونه توجیه کوي وویل"دوی هیڅ راز شخصي معلومات نه دي غلا کړي او نه یې شریکوي، یوازې هڅه کوي چې د خپلې بریا په موخه د اطلاعاتي جګړې په ژبه روسیې سره خبرې وکړي"

هغه همدا راز ویلي، دوی راتلونکو ورځو کې د یو ډېر اغېزمن هک پلان لري.

هک

په روسیه کې څارګرې ډلې هم پر اوکرایین برید کوي خو ښکاري چې په کوچني کچ دی.

د جنورۍ راهیسې د اوکرایین پر وړاندې د همغږي شوي (ډي ډي او اېس) بریدونو درې لویې څپې موجودې دي، چې د اوکرایین د کمپیوټر له سیسټمونو یې ډېر لږه اندازه ډیټا هذف کړې ده.

د چهار شنبې په ورځ داوکرایین د ۲۴ټلویزیوني شبکې ویبسایټ د ښکاره هک وروسته د اوکررایین ولسمشر ولادمیز زلینسکي یوه ویډیو خپره شوه.

په اوسمهال ستونزمنه ده په دې پوه شو چې د کوم ځانګړي سایبري برید تر شا څوک دی.