"پاکستاني هکرانو د تېر افغان حکومت د سقوط ورځو کې افغانستان کې فېسبوک کاروونکي په نښه کول"

فیس بک

د عکس سرچینه، Getty Images

رویټرز خبري اژانس د فېسبوک شرکت د 'خطرونو د پلټنې څانګې' چارواکو له خولې ویلي، یو شمېر پاکستاني هکرانو افغانستان کې هغه فېسبوک کاروونکي په نښه کړي چې تېر افغان حکومت سره یې دندې یا اړیکې درلودې.

دې چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا چاره په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت له کمزورېدو او بلاخره نړېدو سره هم مهاله روانه وه.

ویل کېږي چې دې پاکستاني هکرانو د ځوانو نجونو یا ښځو په نامه اکاونټونه د دې چارې لپاره کارولي دي.

د فېسبوک چارواکو په وینا، د پاکستاني هکرانو دا ډله د انټرنیټي امنیت په نړۍ کې د "سایډ کاپي" په نامه مشهوره ده.

رپوټ کې راغلي، دې هکرانو د فېسبوک له لارې افغانستان کې یو شمېر کسانو ته د ځینو وېبپاڼو پتې ور استولې دي.

په دې پتو یا لېنکونو کې 'مالوېئر' یا انټرنېتي وېروسونه موجود وو، او هکران د همدې وېروسونو په مرسته توانېدلي چې افغانستان کې د فېسبوک کاروونکو کمپیوټرونو یا موبایلونو ته ننوځي.

په نښه شویو کسانو کې د پخواني افغان حکومت هغه مامورین شامل دي چې په امنیتي او قضایي برخو کې یې دندې ترسره کړې دي.

فېسبوک همدا راز ویلي، د 'سایډ کاپي' په نامه د پاکستاني هکرانو پر دې ډله یې تېر اګست میاشت کې بندیز لګولی دی.

د فېسبوک د امنیتي برخي یوه چارواکي مایک ډوېلیانسکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د هغو کسانو دقیق هویت نه دی ورته مالوم چې هکرانو په نښه کړي، او دا هم نشي ویلی چې د دې کار وروستۍ پایله څه وه.

Secure email illustration

د عکس سرچینه، Getty Images

فېسبوک ویلي، د پاکستاني هکرانو دا ډله یې لومړی په تېر اپرېل میاشت کې افشا کړې وه او په اړه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته هم مالومات ورکړي وو.

یاد شرکت ویلي، په تېرو څو میاشتو کې یې لږ تر لږه دوه زره کسانو ته خبرداری ورکړی چې اکاونټونه یا حسابونه یې د هکرانو لخوا په نښه شوي.

د فېسبوک د یوې ویاندې په وینا، د دې کسانو ډېری برخه په افغانستان کې وو.

یاده دې وي چې افغان طالبان په تېره اګست میاشت کې افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل.

فېسبوک، ټوېټر او ځینو نورو خواله رسنیو ویلي، تېرو څو میاشتو کې یې افغانستان کې د خپلو کاروونکو د حسابونو څارونه او ساتنه لا ټینګه کړې.