د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د اداري فساد د نړیوال شاخص په ډلبندۍ کې ۱۲ درجې ښکته شوی

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

د روڼتیا نړیوال سازمان له خوا په حکومتونو کې د فساد په نړیوال شاخص کې د هېوادونو په تازه ډلبندۍ کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ۲۰۲۲ کال پرتله ۱۲ درجې راښکته شوی او په ۱۶۲ ځای کې راغلی دی.

د دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په کلني راپور د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد وضعیت ته کتنه شوې او درجه بندي یې کړې، چې له دې ډلې افغانستان له ۱۰۰ امتیازونو د ۲۰ هغو په لرلو سره په ۱۶۲م ځای کې دی او تاجکستان، سودان، میانمار، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، کوموروس، برونډي او چاد کې په یوه درجه‌بندۍ کې دي.

د دې راپور په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي:

"افغانستان له فساد خالي هېواد دی، د نړیوالې روڼتیا محاسبه کې هم په ۱۶۲ مه درجه کې قرار لري، چې دا یو ښه موقعیت دی".

ایران په نوې درجه‌بندۍ کې د ۲۴ امتیازونو په لرلو سره ۱۴۹م ځای خپل کړی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ۲۴ امتیازونو په لرلو سره ۱۵۰ مقام ته ورسېد، چې د ۲۰۲۱ کال پرتله ۲۴ درجې لوړوالی ښيي او په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړ امتیاز دی.

په ۲۰۲۱ کال کې دغه هېواد د ۱۶ امتیازونو په لرلو د دغه لېست په ۱۷۴ مقام کې و، خو په دې درجه‌بندۍ کې د افغانستان ۱۲ مقام ته ښکته کېدل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ادارو کې د فساد ډېرېدل په ګوته کوي.

د طالبانو ویاند د دوی په ادارو کې د فساد ډېرېدل نه مني او وايي "دا چې افغانستان د تېر کال پرتله ۴ درجې ټیټوالی ښیي، معنا یې دا نه ده چې افغانستان کې به فساد زیات شوی وي؛ بلکې ممکن په نړۍ کې د ځینو نورو هېوادونو د شفافیت کچه لوړه شوې وي".

خو د شفافیت نړیوال سازمان د فساد د شاخص په درجه‌بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو لپاره له څخه تر ۱۰۰ پورې امتیازونه ورکوي او څومره چې امتیازونه لوړ وي، هغومره هېواد د روڼتیا په برخه کې ښه وي او لوړ مقام لري. له همدې امله، افغانستان د نورو هېوادونو پرتله په دې درجه‌بندۍ کې په حقیقت کې ۱۲ درجې ټیټ شوی دی.

د شفافیت د نړیوال سازمان په نوي راپور کې په افغانستان کې د اداري فساد جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې بې‌ثباته هېوادونه چې استبدادي رژیمونه لري د دغه نوملړ په ټیټه درجه کې دي او افغانستان چې په خپل تاریخ کې په نړۍ کې یو له خورا بد بشري بحران سره مخ دی، په دې کټګورۍ کې ځای پر ځای شوی دی.

په تېرو کلونو کې افغانستان د شفافیت په نړیواله درجه بندۍ کې تر ټولو ټیټ امتیازونه ترلاسه کړي او اداري فساد د دغه هېواد له سترو ننګونو بلل کېږي.

تر ټولو لوړ او تر ټولو ټیټ

په نوې درجه بندۍ کې ډنمارک په ۲۰۲۳ کال کې د ۹۰ امتیازونو سره په لومړي ځای کې دی. تېر کال ډنمارک هم په دې مقام کې و.

د دې کال په نوملړ کې له ډنمارک وروسته په ترتیب سره فنلنډ له ۸۷ امتیازونو سره، نیوزیلنډ د ۸۵ امتیازونو په لرلو سره، ناروې د ۸۴ امتیازونو په لرلو او سینګاپور له ۸۳ امتیازونو سره دویم تر پنځم ځای لري.

سومالیا د ۱۱ امتیازونو په لرلو سره پرله پسې دویم کال په (۱۸۰) امتیازونو په وروستي ځای کې ده.

په دې درجه بندۍ کې د هر هېواد امتیازونه د مرکو، سروې، د سوداګرو او صنعتکارانو د نظرونو په راټولولو او د کارپوهانو له خوا د ارزونې له لارې چمتو کېږي. د دې سازمان په وینا، وړاندې شوي نظرونه باید د "معتبر او باوري" میتودولوژي پر اساس د اندازې وړ او محاسبه شوي وي.

د شفافیت نړیوال سازمان په المان (جرمني) کې مېشته یوه غیر دولتي او غیر انتفاعي موسسه ده چې په ۱۹۹۳ کال کې یې په بېلابېلو هېوادونو کې د فساد د کچې د اندازه کولو په موخه خپل فعالیت پیل کړ او دوه کاله وروسته یې د فساد شاخص او د هېوادونو درجه‌بندي محاسبه کړه چې هر کال خپرېږي.