امریکا به له کډوالو پرته څرنګه ښکاره شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, لوئس باروچو بي بي سي
- دنده, بي بي سي
سپینې ماڼۍ ته د بېرته ورستنېدو لومړۍ ورځې په پیل کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څه په نښه کړل چې نوموړي د کډوالو "برید" بللی دی.
نوموړي د امریکا او مکسیکو پر پوله ملي بېړنی حالت اعلان کړ، او پوځ ته یې امر وکړ چې "بند" یې کړي.
ده وویل، پلان لري چې "د زېږون حق تابعیت" پای ته ورسوي، چې له مخې یې په امریکا کې زېږېدلي هر شخص ته په اتومات ډول امریکایی تابعیت ورکوي، دا داسې یو ګام و، چې سمدلاسه په محکمه کې ننګول شوی و.
هغه مخکې ژمنه کړې وه چې د ورغلو بې اسناده کسانو په ډله ییز شړل به پيلوي.
خو په امریکا کې چې، د نړۍ ترټولو لوی بهرني زېږېدلي وګړي پکې ژوند کوي، کډوالي څه رول لوبوي او که کډوال نه وای نو څه به پېښ شوي و؟
نفوس

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۳ کال په پای کې له مکسیکو څخه امریکا ته د خلکو ورتګ د ریکارډ په کچه و، خو له هغه وخته دا شمېره په څلورو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته شوې ده.
له کډوالو پرته به د امریکا نفوس د پام وړ کم شي.
په ۲۰۲۳ کال کې د بهرنیو زېږېدلو وګړو شمېر ۴۷ اعشاریه اته میلیونه ته ورسېد، چې د امریکا د نفوس ۱۴.۳ سلنه جوړوي. مکسیکو تر اوسه د ۱۰ اعشاریه شپږ میلیونه کسانو سره د اصلي هېواد په توګه لومړی ځای نیولی دی. ورپسې هند دوه اعشاریه اته میلیونه او چین د دوه نیم میلیونو وګړو سره درېیم ځای لري.
خو په داسې حال کې چې د کډوالو شمېر په ریکارډ کچه لوړ دی، په امریکا کې د نفوس عمومي وده د زېږون کچې د کمېدو له امله ورو کېږي.
د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ، امریکا د ۱۹۳۰ لسیزې راهیسې د نفوسو ودې تر ټولو ورو وده تجربه کړه او د زېږون کچه هم تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته شوه.
دا په دې معنا ده چې امریکا لکه د ځینو نورو هېوادونو په څېر، د لوړ عمر لرونکو وګړو له ننګونو سره مخ ده، د روغتیا پاملرنې لګښتونه یې لوړېږي او د کار عمر لرونکي خلک پکې کم دي.
د کانګرېس د بودیجې دفتر د وړاندوینو له مخې، په ۲۰۴۰ کال کې چې مړینې د زېږون پرتله ډېر وي، د اوج یوه لوړ ټکي تمه پکې کېږي. هغه وخته به کډوالي د نفوسو ودې لپاره مهمه وي.
ځینې اقتصاد پوهان او د کډوالۍ پلوه ډلې استدلال کوي، کډوالۍ ته باید اجازه ورکړل شي چې د اقتصاد اړتیاوې پوره کړي، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې.
اقتصادي اغېزې

د عکس سرچینه، Getty Images
د بوسټن پوهنتون د اقتصاد پروفیسور طارق حسن وايي، له کډوالو پرته به د امریکا اقتصاد زیانمن شي، "که تاسو په بشپړه توګه کډوال لېرې کړئ، البته موږ د سړي سر عاید کې له پنځه څخه تر لس سلنې کمښت په اړه خبرې کوو، په دې معنا چې د هر کس شتمني به کمه شي، او وګړو کمښت له امله به د سړي سر عاید خورا ټیټ وي."
حسن زیاتوي، د هغه څېړنه وړاندیز کوي چې کډوالي "نوښت زیاتوي او ورسره په ټوله کې تولید ډېرېږي، چې دا په هېڅ یو سکتور پورې محدود نه دی. دا په ټوله کې د امریکا د اقتصاد نوښتګر ظرفیت لوړوي".
د کانګرېس د بودیجې دفتر د وړاندوینو له مخې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۳۴ کلونو ترمنځ امریکا ته د ۱۶ کلونو او تر هغه پورته عمر لرونکو کډوالو شاوخوا ۹۱٪ به له ۵۵ کلونو کم عمر ولري، په داسې حال کې چې د ټول بالغو وګړو شمېر یوازې ۶۲٪ دی.
د اقتصاد ځینې برخې، لکه کرنه، په ځانګړې توګه له کډوالو کارګرو سره تړلې دي.
د امریکا د کار وزارت د کرنیزو کارګرانو ملي سروې له مخې، په فارمونو کې د فصلونو راټولولو کارګرانو اویا سلنه کډوال دي، که څه هم ډېری یې سندونه نه لري.
د امریکایی د کډوالۍ شورا چې د کډوالۍ ملاتړ کونکې ډله ده (اې ای سي) کې د څېړنې برخې مشر، نان وو وايي، د دوی له لاسه ورکول به "د فارمونو ډېری خاوندان د کر کیلي، مېوو او سبزیو راټولولو او د حاصلاتو راټولو پر مهال امریکاییانو ته د چمتو کولو لپاره د کافي کارګرانو موندلو لپاره له ستونزو سره مخ شي."
یو دلیل چې معمولا د کډوالۍ منتقدین یې کوي دا دی، په ټیټ معاش د بهرنیو کارګرانو ورتګ چې کار کولو ته چمتو دي د اصلي وګړو لپاره معاشونه کموي.
خو د کالیفورنیا پوهنتون، ډیوس لخوا د کډوالۍ د اقتصادي اغېزې په اړه د ۲۷ څېړنو چې په ۲۰۱۴ کال کې یې کړې وه، معلومه شوه، چې د اصلي اوسېدونکو پر معاشونو د کډوالۍ منځنۍ اغېزه په اصل کې صفر وه.
د ختیځ الینیوس پوهنتون لخوا یوې وروستۍ څېړنې وموندله چې د کډوالو شمېر کې وده ښايي ان د معاش پر وده "مثبته خو د احصایې له پلوه مهمه" اغېزه ولري.
مالیه

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه کډوال چې قانوني اسناد نه لري ۱۱ میلیونه دي چې د ټولو کډوالو ۲۳ سلنه کېږي.
په مالیاتي عایداتو به یې اغېز څه وي؟
د ای اي سي په نوم بنسټ د څېړنې له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د مالیو شپږمه برخه د دوی ده چې ۵۸۰ میلیارده ډالره مالیه یې ورکړې.
د دغه بنسټ یوه استازې مېرمن ویو وايي، یوازې قانوني کډوال نه دي چې دغه مالیه یې ورکړې.
د پیو په نوم یوه څېړنیزه اداره وايي په کډوالو کې د هغو شمېر چې قانوني اسناد نه لري ۲۳ سلنه دی چې ۱۱ میلیونه کېږي او دوی کې یوازې ۴ میلیونه یې د مکسیکو دي.
د مالیو او اقتصادي تګلارو انسټیوټ موندلې چې ناقانونه کډوالو نژدې ۱۰۰ میلیارده ډالره فدرالي حکومت او د مالیو سیمه ییزو ادارو ته ورکړي.
د دغه انسټیوټ د کډوالۍ د برخې مشر ډانیل کوسټا وايي په ملي کچه د کډوالو مثبت اغېز شته خو په ځینو ایالتونو کې په ځانګړې ډول لنډ مهالی منفي اغېز هم لري.
وروستیو څېړنو کې ویل شوي کډوالو ته د کار بدل کې تر ټولو لږې پیسې ورکول کېږي. "د مالیو پر کچه به د لنډ مهاله لپاره منفي اغېز ولري."
ډانیل او کاري ډله یې دلیل دا وايي چې د فدرال له لوري ایالتونو ته بودیجه د کډوالو د شمېر له مخې ټاکل کېږي او دا چې د ډېرو کډوالو لرونکو ایالتونو ته ډېرې پېسې ورکول کېږي.
په کلیفورنیا پوهنتون کې د کډوالۍ او مالي چارو کارپوه جیواني پیري د کډوالۍ فشار د وګړو د شمېر له فشار سره پرتله کوي هغه ویلي دا همداسې ده لکه په امریکا د زېږېدلو وګړو شمېر چې لوړ شي.
جیواني پيري وايي، "که په سمه توګه تنظیم نشي د کورونو پر چارو به هم اغېز وکړي. نو کډوال باید په اسانۍ ویستل شي."
نوښتونه او مسلکونه

د عکس سرچینه، Getty Images
اپل په امریکا یو له خورا ارزښتناکو شرکتونو دی چې د یوه سوریايي کډوال زوی یې بنسټ ایښي.
د کډوالو نوی نسل خورا اغېزناک ثابت شوی.
د امریکا د ۵۰۰ لویو شرکتونو په نوملړ کې شاوخوا ۴۵ په سلو کې یې یا هم د کډوالو او یا د کډوال د بل نسل له لوري جوړ شوي.
په ټکنالوژیک ډګر کې هم د کډوالو ونډه خورا مهمه بلل کېږي داسې چې د دغه برخې د سر ډېر کسان په لومړیو کې د نړیوالو زدکونکو په توګه امریکا ته تللي.
د نړیوالو ښونکو ادارې د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو تعلیمي کال کې میلیون نړیوالو زدکونکو د امریکا اقتصاد ته ۴۰ میلیارده ډالره کټه رسولې او ۳۶۸۰۰۰ دندې او کاروبارونه یې رامنځ ته کړي.
عام نظر

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم کډوال د امریکا په اقتصاد کې مهمه ونډه لري خو د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د ګالپ ادارې یوې نظر پوښتنې جوته کړه چې په سلو کې ۵۵ امریکایان د کډوالۍ د کمېدو غوښتونکي دي. په سیاسي ډګر کې لویه برخه همغږې ده چې د کډوالو مخنیوی دې وشي په ځانګړې ډول کله چې د مکسیکو له پولې د کډوالو د تېرېدو خبره راځي.
ښاغلی جیواني وايي ځیني سیاستوال او رسنۍ کډوالي "پر پولو له ګډودۍ" سره پرتله کوي. د دې پرځای چې د کډوالو پر اغېزو خبرې وکړي پر پولو ناقانونه تېرېدو بحثونه کوي.
هغه زیاتوي، "خلک تر ډېره له سویلي پولې د کډوالو د یوه "سېلاب" په اړه اوري، نو فکر کوي چې دا نو بېخي زیان اړوونکې ده، د دې پرځای چې اقتصاد کې د کډوالو پر ونډه او د وګړو د شمېر کمېدو مخنیوي کې یې پر اغېزو خبرې وکړي."
د بوسټن پوهنتون استاد طارق حسن وايي، "تېرو دوه لسیزو کې د کډوالۍ کچه لوړه وه نو ښايي ټولنه کې د نويو راتلونکو پر ورګډېدو کې سختوالی راولی." هغه وايي، "سره له دې چې کډوالي په اقتصادي، ټولنیزو او کولتوري برخو کې مثبت اغېز ولري خو ځینې داسې اړخونه هم شته چې خلک ورسره د ارام احساس نه کوي."











