د جاسوسۍ په تور پر یوې اسټرالوۍ بندۍ د ایران په زندان کې څه تېر شوي؟

"هغه ایران ته زما لنډ سفر و او په دوو، دوه نیمو اوونیو کې باید بېرته کور ته راګرځېدلی وای"

دا د اسټرالوۍ کایلي مور ګلبرټ خبرې دي چې په ۲۰۱۸ کې د ایران قم ښار ته په یوه کنفرانس کې ګډون ته بلل شوې وه. خبره نه وه چې دا "لنډ سفر" به یې ۸۰۹ ورځو ته اوږد شي او زنداني به شي.

کایلي د منځني ختیځ د سیاسي چارو کارپوه ده او د اسټرالیا او بریتانیا غبرګ تابعیت لري. د عربي تر څنګ په عبراني ژبه ښه پوهېږي خو فارسي یې نه ده زده.

ایران ته سفر یې په لومړي سر کې ښه و خو خپل کور ته تر ستنېدو یوه ورځ مخکې له ناوړه حالت سره مخ شوه.

څنګه ونیول شوه؟

په کوم هوټل کې چې دا اوسېدله، د هرکلي برخې له یوې کارکوونکې سره اشنا شوې وه او هغې ورته ویلي وو چې "څو بد خلک" هوټل ته ورپسې راغلي وو.

کایلي وايي، "زما اندېښنه شوه خو په سبا یې زما الوتنه وه او ګمان مې وکړ چې ځه، دومره د تشویش خبره نه ده."

په بله ورځ چې هوايي ډګر ته ورسېده نو څو کسان ورپسې ورغلل چې تور یونیفورم یې اغوستی و.

دا د ایران د انقلابي ځواک 'سپاه پاسداران' کسان وو خو کایلي له دې نه وه خبره.

تر نیول کېدو وروسته دا اته ساعته په یوه خونه کې وساتل شوه او تر هغه وروسته یوه اپارتمان ته ولېږدول شوه. د لېږدولو پر مهال هغه اړ ایستل شوې وه چې باید له خپل ځنګون سر راپورته نه کړي. هلته له دې څو ساعتونه پوښتنې ګروېږنې وشوې او دا هر څه په یوه ویډيو کې ثبت کړای شول.

پر کایلي د جاسوسۍ تور پورې کړل شو چې هغې تل رد کړی او ایران یې د زبادولو لپاره کوم شواهد هم نه دي وړاندې کړي.

دا وايي، "په بله ورځ یې زه یوه داسې هوټل ته یوړم چې د جاسوسۍ الات پکې لګول شوي وو. تر یوې اوونۍ یې هلته بندۍ کړې وم او هره ورځ يې پوښتنې ګروېږنې رانه کولې."

کایلي زیاتوي، " ګمان کوم تر هغه وخته دوی دا پرېکړه نه وه کړې چې ما سره باید څه وکړي. نو ښايي له همدې کبله یو څه ښه چلند راسره کېده."

دا ادعا کوي چې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال څو کسانو ترې وغوښتل چې له ایرانه بهر تلو سره د دوی لپاره کار وکړي، "ما ته دا خبره د نیول کېدو په لومړۍ ورځ وشوه او څومره موده مې چې په ایران کې تېره کړې ده، همدا غوښتنه رانه کېدله."

تر یوې اوونۍ پوښتنو ګروېږونو وروسته کایلي زندان ته ولېږل شوه چې وايي،‌ "زه یې په جلا خونه کې یوازې بندۍ کړې وم او چلند یې هم تر پخوا راسره بد شوی و. دوی په دې توګه غوښتل چې ما له رواني پلوه شکنجه کړي."

"بدنام زندان"

کایلي په 'اوین' زندان کې ساتل کېدله چې د ایران تر اسلامي‌ انقلاب لا دمخه یې د سیاسي بندیانو له کبله "بد نوم" ګټلی و.

د دغه زندان یوه برخه د "اوین پوهنتون" په نوم هم یادېږي. ځکه چې هلته یو لوی شمېر پوهان بندیان وو. په لویديځ کې د بشري‌ حقونو ادارو پر دې سخته نیوکه کړې او په ۲۰۱۸ کې د امریکا حکومت په تور لېست کې شامل کړ او تور یې پرې لګولی چې ګواکې "له انساني حقونو سختې سرغړونې پکې کېږي."

کیلي لا نه پوهېدله چې زندان ته لېږل شوې خو وايي، "د دوی چلند چې ناڅاپه بدل او بد شو نو زه وپوهېدلم چې په کومه لویه ستونزه کې راګېره یم."

کیلي زیاتوي، "کله به یې چې د پوښتنو ګروېږنو لپاره له زندانه بهر بوولم نو پر سترګو به یې پټۍ راوتړله. ګڼو کسانو به په فارسۍ کې په قهر خبرې کولې خو زه نه پرې پوهېدلم. ډارېدلم چې له جنسي پلوه مې ونه ځوروي. تر یو څه وخته داسې ونه شول او زه یې په فزیکي لحاظ په تکلیف نه کړم خو وروسته یې ووهلم."

کایلي باندې څلور میاشتې هلته تېرې شوې چې په اړه یې وايي، "په دوه مېتره کوټه کې یې بندي کړې وم، هېڅ رڼا نه وه، په داسې ځای کې انسان په شپه او ورځ نه پوهېږي. نه پر دې چې په کومه ورځ به مو بهر باسي او په کومه نه. هېڅه باندې نه پوهېدلم او همدې پر رواني پرېشانیو اخته کړې وم."

په کایلي په دې توګه اووه میاشتې تېرې شوې.

دا وايي چې وخت نه پرې تېرېده او د سخت یوازېتوب احساس یې کاوه خو له دې د خلاصون لپاره به یې ځان پر ذهني پوښتنو بوخت ساته، "ما ته تر ټولو سخته چاره د خپلې غصې قابو کول وو. ځکه چې شېبه په شېبه په قهرېدم. کله به هم چې له ساتونکو او تحقیق کوونکو سره مخامخ شوم، غصه به راغله."

په ګلدانۍ کې ایښې کڅوړه

د یوازېتوب په دې حالت کې کایلي له یوې جالبې پېښې سره مخامخ شوه.

د دې په څېر په تنهایۍ کې ساتل شوو څو نورو زندانیانو ته به د ساتونکو تر څار لاندې سهار او ماښام نیم ساعت د ساعتېرۍ فرصت ورکول کېده.

هغوی دا له ساتونکو سره په انګریزي ژبه په خبرو لیدلې وه. نو یوه ورځ یې یوې د یوې ګلدانۍ پر لور اشاره کړې وه چې په پلاستیک کې یو څه پکې ایښي وو.

دا وايي، "ما ته زندانیانو د پاڼو په مرسته د یوې ګلدانۍ پر لور اشاره وکړه چې په کڅوړه کې وچه مېوه پکې ایښودل شوې وه. ما چې ولیده نو راوامې خیسته او پټه مې کړه. کوټې ته چې بېرته راوګرځېدم نو د وره خوا ته مې شا کړه او څنګه مې چې کڅوړه خلاصه کړه، یو خوندور احساس مې وکړ. هغوی ما ته داسې څه راکړي وو چې هغه مهال په خپله دوی ته هم ډېر ارزښتمن وو."

په کڅوړه کې د وچې مېوې په منځ کې یو لیک هم و.

کایلي وايي، "پر کاغذ لیکل شوي وو چې موږ ستا ملګرې یو. ته یوازې نه یې. دا زما لپاره ډېره احساساتي شېبه وه. څو څو ځله مې هغه ولوست. هر وخت مې لوست. هغوی زما نوم زده و.‌ زما دوستان وو. زه نوره یوازې نه وم."

په پټه د لیکونو تبادله او "ګلابي پتلون"

تر دې لومړي لیک وروسته د کایلي او نورو بندیانو تر منځ لیک لېږل پیل شول. کایلي هم یو قلم غلا کړی و او ځواب به یې لیکه. د لیکونو د تبادلې پر مهال یې نورې ښځينه زندانیانې هم ملګرې شوې چې یو څه به یې ولیکل او بهر به یې کوم ځای ورته کېښودل.

کایلي وايي، "شپږ میاشتې وروسته ما د پیغام رسولو یوه خوندي لاره پيدا کړه؛ ګلابي پتلون."

دا زیاتوي چې د زندان په یونیفورم کې یو ګلابي رنګه پتلون و چې "موږ په خپله باید مینځلی وای. یوه ورځ ما د یوې بلې بندۍ پتلون وموند چې ترې پاتې شوی و. ما راواخیست، بخۍ مې یې وسپړلې چې لیک پکې پټ کړای شم. وروسته ټولو زده کړل چې دا یوې بلې ته د پیغام رسولو اسانه او خوندي چل دی نو بیا مو په همدې ډول لیکونه سره تبادله کول او تر پخوا مو ډېر سره لېږل رالېږل."

دوی له یوې بلې سره د خبرو کولو او پیغام رسولو یوه بله لاره هم کشف کړې وه.

کله چې د ساتونکو د رخصتۍ وخت ور معلوم شو نو کایلي وايي،‌ "موږ به د خپلې کوټې دیوال وټکاوه،‌ کله به چې له بلې خوا هم دیوال وټکېد نو په خونه کې به پر کموډ ودرېدو او تر پنځو دقیقو به مو خبرې سره کولې."

کایلي ته دا خبرې یوازې د خپل یوازیتوب ورکول او ساعتېري نه وه بلکې بندیانو ځينې ښې مشورې هم ورکړې وې.

دا وايي،‌ "ما ته وویل شول چې پر کوم څه اعتراف ونه کړې او خپل بیان سر پام کوه. ځکه چې تا به خامخا له کوم چا سره تبادله کوي او خوشې کېږې به. که هره سزا درکړل شي، عملي کېږي به نه بلکې ستا پر سر به له اسټرالیا او یا بریتانیا سره خامخا د کوم څه پر سر معامله او تبادله کېږي."

کایلي همداسې وکړل. تر دوه کلنو پرله پسې پوښتنو ګروېږونو وروسته هم کایلي ونه منله چې د اسرائیل له 'موساد' ، د بریتانیا له 'ایم‌ای‌سېکس' او د اسټرالیا له استخباراتي ادارو سره دې یې لاس وي.

هغې هېڅ تور ونه مانه او د ایران لپاره د جاسوسۍ کولو وړاندیزونه یې هم رد کړل.

له ایراني بندیانو سره تبادله

د کایلي دوسیه داسې یوې محکمې ته لاړه چې قاضي یې د "مرګ سزا اوروونکی قاضي" بلل کېده.

ځکه چې هغه لوی شمېر خلکو ته د مرګ سزا اورولې وه.

کایلي ته یې د لس کاله بند سزا ورکړه. تر نیول کېدو یو کال وروسته هم هېڅوک نه پوهېدل چې هغه په څه حالت کې ده.

د اسټرالیا حکومت د هغې له کورنۍ خواست کړی و چې په ایران کې دې د هغې د زنداني کېدو خبر نه عاموي او سفارت ته دې وخت ورکړل شي.

خو د هغې د څنګ ځینې بندیان چې خوشي شوي وو، دا خبر یې خپور کړ چې په 'اوین زندان' کې یوه اسټرالوۍ هم بندۍ ده.

د کایلي ځينې لیکونه هم له زندانه قاچاق شول او د بریتانیا تر رسنیو ورسېدل چې له دې سره د هغې د خوشي کېدو لپاره هلې ځلې پیل شوې.

تر هغه وروسته په زندان کې له کایلي سره چلند بدل او ښه شو او بلاخره هغه څه وشول چې د دې ملګرو بندیانو یې وړاندوینه کړې وه.‌

هغه له ځينو خطرناکو بندیانو سره په تبادله خوشې کړای شوه چې څلور هېوادونه پکې ښکېل وو.

په بنکاک کې پر اسرائیلي سفارت د برید په تور نیول شوي درې ایرانیان د کایلي په بدل د تایلنډ له زندانه خوشي کړل شول.

د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړ چې، "د کایلي مور ګلبرټ په نوم د یوې جاسوسې په بدل کې یې یو ایرانی سوداګر او دوه نور ایراني وګړي خوشي کړي چې بهر په بې بنسټه تورونو زنداني وو."

کایلي د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د کورونا وبا پر مهال خوشې کړای شوه او اسټرالیا ته له رسېدو سره کرنتين شوه. خو دا بیا یوازېتوب هغې ته سخت نه و.

کایلي وايي، "زه تر خوشې کېدو څو اوونۍ مخکې د یوازېتوب په سخت بند کې وم نو تر خلاصون وروسته سمدستي کرنتین کېدو ما سره مرسته وکړه. که څه هم، دا هم له انسانیته لرې شېبې وې خو انټرنټ او ټلیفون مې درلود او هر وخت مې چې زړه غوښتل له خلکو سره غږېدلی شوم. که تر زندان وروسته یو ناڅاپه له نړۍ سره مخامخ شوې وای نو ښايي دا به ډېره راته سخته وای."