ایران یو ایران الاصله انسان پېژندونکی برتانوی نیولی

ایراني چارواکو ددغه هېواد په لوېدیځ کې یو ایرانی الاصله برتانوی انسان پېژندونکی کامل احمدي نیولی. نوموړی داسې مهال نیول شوی چې وروستیو کې د ایران او برتانیا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

د کامل احمدي مېرمنې ویلي، مېړه یې په خپل کور کې نیول شوی او د نیول کېدو لامل یې هم نه دی روښانه شوی.

د کامل احمدي څېړنې تر ډېره په ایران کې د نجونو د سنتولو او د ماشومانو د ودونو په اړه وې.

ایران کې ایراني الاصله برتانوۍ نازنین زاغري لاهم بندي ده چې په ۲۰۱۶ کال د جاسوسۍ په تور نیول شوې وه.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال لومړیو کې ټولو هغو وګړو ته ایران ته د سفر په اړه له احتیاطه د کار اخیستو امر کړی و چې د ایران او برتانیا دوه ګوني تابعیتونه لري.

کامل احمدي داسې مهال نیول شوی چې په وروستیو کې د تېلو لېږدوونکو بېړیو د نیول کېدو په اړه د ایران او برتانیا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

ځینې انټرنېټي پاڼې وايي احمدي د ایران کردستان دی او برتانیا کې یې زدکړې کړې دي. هلته یې اقتصاد او سیاسي علوم لوستي.

د کردستان د بشري حقونو شبکې یوه ویاند ویلي، احمد په ایران کې ډېر کلونه اوسېدلی.

نوموړي ګڼ‌ کتابونه او مستند فلمونه هم خپاره کړي دي.

د هغه مېرمن شفق رحماني وايي، امنیتي کسان یې ایران کې کور ته ورغلل او "ځینې اسناد یې ورسره یووړل،‌ چې د کامل احمدي شخصي تذکره هم پکې وه".

دا زیاتوي، وروسته یوې سیمه ییز قضايي چارواکي د یوې میاشتې لپاره د احمدي د بندي کولو امر وکړ.‌

شفق پر خپلې انسټاګرام لیکلي "امنیتي کسانو د دغې نیونې په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي او نه یې پر هغه کوم تور پورې کړی دی."

ایران د نیول شویو دوه ګونو تابعیت لرونکو کسانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.