ایران یو ایران الاصله انسان پېژندونکی برتانوی نیولی

د عکس سرچینه، Facebook
ایراني چارواکو ددغه هېواد په لوېدیځ کې یو ایرانی الاصله برتانوی انسان پېژندونکی کامل احمدي نیولی. نوموړی داسې مهال نیول شوی چې وروستیو کې د ایران او برتانیا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.
د کامل احمدي مېرمنې ویلي، مېړه یې په خپل کور کې نیول شوی او د نیول کېدو لامل یې هم نه دی روښانه شوی.
د کامل احمدي څېړنې تر ډېره په ایران کې د نجونو د سنتولو او د ماشومانو د ودونو په اړه وې.
ایران کې ایراني الاصله برتانوۍ نازنین زاغري لاهم بندي ده چې په ۲۰۱۶ کال د جاسوسۍ په تور نیول شوې وه.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال لومړیو کې ټولو هغو وګړو ته ایران ته د سفر په اړه له احتیاطه د کار اخیستو امر کړی و چې د ایران او برتانیا دوه ګوني تابعیتونه لري.
کامل احمدي داسې مهال نیول شوی چې په وروستیو کې د تېلو لېږدوونکو بېړیو د نیول کېدو په اړه د ایران او برتانیا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.
ځینې انټرنېټي پاڼې وايي احمدي د ایران کردستان دی او برتانیا کې یې زدکړې کړې دي. هلته یې اقتصاد او سیاسي علوم لوستي.

د عکس سرچینه، Facebook
د کردستان د بشري حقونو شبکې یوه ویاند ویلي، احمد په ایران کې ډېر کلونه اوسېدلی.
نوموړي ګڼ کتابونه او مستند فلمونه هم خپاره کړي دي.
د هغه مېرمن شفق رحماني وايي، امنیتي کسان یې ایران کې کور ته ورغلل او "ځینې اسناد یې ورسره یووړل، چې د کامل احمدي شخصي تذکره هم پکې وه".
دا زیاتوي، وروسته یوې سیمه ییز قضايي چارواکي د یوې میاشتې لپاره د احمدي د بندي کولو امر وکړ.

د عکس سرچینه، .
شفق پر خپلې انسټاګرام لیکلي "امنیتي کسانو د دغې نیونې په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي او نه یې پر هغه کوم تور پورې کړی دی."
ایران د نیول شویو دوه ګونو تابعیت لرونکو کسانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.








