تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون یو قرباني هېواد دی
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استاوزلۍ یوناما مشره روزا اوتنبایوا وايي وروستیو سیلابونو یو ځل بیا دا په ډاګه کړه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له ډېرو زیانمنونکو هېوادونو دی او دا سېلابونه یوه بله یادونه وه چې په افغانستان کې د طبيعي افتونو د مخنیوي لپاره اقدامات اړین دي.
هغې وویل افغانستان د اقلیمي بدلون یو قرباني هېواد دی او هڅه یې دا ده چې په نړیوال ډګر کې د افغانستان غږ واوریدل شي.
'' موږ غواړو دا باوري کړو چې د اقلیمي بدلون د یوه قرباني هېواد په توګه افغانستان په نړیوالو غونډو کې خپل غږ پورته کړاي. د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت زه ژمنه کوم چې د افغانستان د چاپېریال د خوندي کولو لپار ه به له افغانانو سره ګډ کار ته دوام ورکړم''
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په روان ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې بارانونو او سیلابونو چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې بلل کېږي څه باندې سل زره کسان اغېزمن کړي چې اوس مهال بشري مرستو ته اړ دي. اغلې اوتنبایوا د چاپیریال د نړیوالې ورځې په اړه خپلې وینا کې د افغانستان شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې همدې ویجاړونکو سېلابونو ته اشاره وکړه او ویې ویل:
''سېلابونو هرڅه چې مخې ته ورغلل له ځان سره یوړل، کلي، څاروي، کورونه، سړکونه او پلونه. لږ تر لږه د شلو زرو کسانو کورونه ویجاړ شوي دي.''
افغانستان کې د ملکرو ملتونو د استازولۍ د مشرې په وینا د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو د کمولو لپاره له افغانانو سره د ونو کېنولو، کرکیلې، سرچینو د مدیریت او زیربناوو د رغولو په برخه کې همکاري کوي. د هغې په وینا یوازې تېرکال دوی په افغانستان کې یو اعشاریه شپږ میلیونه ونې کېنولي او دغه راز یې ۱۷۸ زره جریبه ویجاړه شوې ځمکه بېرته رغولې ده.
هغې یو ځل بیا پر نړیوالو هم غږ وکړ چې د افغانستان د چاپیریال د خوندیتوب په خاطر د افغانانو ملاتړ وکړي.
د یادونې ده چې په کابل کې د چاپېریال نړیواله ورځ د یوې غوندې په ترڅ کې د طالب چارواکو لخوا ولمانځل شوه. دې غونډې ته په وینا کې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صنعتي هېوادونو ته ګوته ونیوله چې په وینا یې د خپلو ګټو په خاطر یې چاپیریال ته زیان اړولی دی:
''چاپیریال د صنعتي قوتونو لخوا د خپلو ګټو په خاطر تر بل هر وخت اوس له خطر او له مینځه تللو سره مخامخ دی. د خاورې، اوبو، هوا او غږیزې ککړتیا وار دمخه چاپیریال ګواښي او نه جبارانیدونکي زیانونه یې وراړولي دي.''
د طالبانو په حکومت کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مشر حافظ عزیزالرحمان ویل چې پر چاپیریال د اقلیمي بدلون د اغیزو د کمولو لپاره یې یو لړ اقدامات وار دمخه ترسره کړي او په دې لړ کې ورسره د ۳۰ میلیونو ډالرو مالي مرستې ژمنه هم شوې ده. هغه په افغانستان کې چاپیریالي ننګونې داسې په ګوته کړې.
د یادونې ده چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان د زیانمنوونکو هېوادونو په کتار کې شپږم هېواد دی. د افغان چارواکو وینا ده چې د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې په لسګونه زره کسان په ناروغیو هم اخته شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت د اېکس په یوه پیغام کې ویلي چې د چاپیریال ککړتیا او اقلیمي بدلون کرنیزې ځمکې په شاړو بدلوي او ژوندي ایکو سیستمونه وژني.
هغه ټینګار کړی چې هېوادونه باید د چاپیریال د ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې پرځای کړي کنه نو ناوخته اقدام به لوړه بیه ولري.